د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف: د ترهګرۍ غندنه کوو ، له ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړو


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

د پاکستان وزير اعظم نواز شریف د ترهګرۍ غندنه کړی ده او ويلي یې دي چې حکومت يې له ګاونډيو هېوادونو سره د برابرۍ پر بنياد پر امنه اړيکې جوړول غواړي.

پراګ: د پاکستان وزير اعظم نواز شریف د ترهګرۍ غندنه کړی ده او ويلي یې دي چې حکومت يې له ګاونډيو هېوادونو سره د برابرۍ پر بنياد پر امنه اړيکې جوړول غواړي.

پاکستاني وزیراعظم نوازشریف دا څرګندونې د جمعې پر ورځ د امریکا په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوازشریف د وينا پر مهال وويل چې هېواد يې دا مهال د ترهګرۍ له ناوړه خطر سره مخامخ دی. ده وویل چې ً پاکستان به د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتيً.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان غواړي له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې ښې کړي.

د نواز شریف په وینا ، پاکستان او افغانستان دا مهال له يو ډول چلنجونو سره مخامخ دي.

نواز شریف دا خبرې د ټولې نړۍ د راغونډ شوو مشرانو په وړانې په داسې وخت کې کړې دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې لا ډېرې کړکېچنې شوې دي.

د افغستان ولسمشر حامد کرزي په یو تازه وینا کې وویل چې د ده د واکمنۍ په دیارلس کلنه موده کې امن ځکه راتغلی چې پاکستان ورته دوې داسې غوښتنې یښې وې چې افغانستان ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي.

د ولسمشر کرزي په وینا ، پاکستان په تېرو دیارلسو کلونو کې تل ورڅخه غوښتي چې د ډیورنډ کرښه ورسره ومني او د افغانستان د بهرنۍ تګلارې واک پاکستان ته ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم خان د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی د ولسمشر حامد کرزي پر څرګندونو هیڅ هم نه وايي او غواړي چې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره له نژدې کاروکړي.

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزي مشال راډیو ته وویل ، ً د پاکستان او افغانستان اړیکې به د راتلونکي افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په دوره کې هم داسې کړکېچنې وي لکه څنګه چې د ولسمشر کرزي په دوره کې پاتې شوې ديً.

د نصرالله ستانکزي په وینا ، د دې هیوادونو ترمنځ اړیکې تر هغه وخته عادي حالت ته نشي راتلای تر څو چې پاکستان په خپلو تګلارو کې بدلون نه وي راوستی.

ستانکزي وویل چې پاکستان باید افغانستان ته د وسله والو له لېږلو لاس واخلي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنې نوره ډډه وکړي.

د پاکستان حکومت په وار وار د افغانستان دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې اسلام اباد په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو او نورو وسله والو تر شا ولاړ دی.

د پاکستاني پوځ پخوانی بریکېډیر سید نزیر هم دا مني چې پاکستان تر اوسه په افغانستان کې ځینې ډلو خوښې او ځینې ناخوښې بللې دي.

سید نزیر مشال راډیو ته وویل چې پاکستان ته په کار ده چې ټول افغانان یو ملت وګڼې ، د هغوی ټاکل شوو مشرانو ته احترام وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

سید نزیر زیاته کړه چې هم داسې افغانستان ته په کار ده چې له خپلو نورو ګاونډیو سره د اړیکو ساتلو پر مهال د پاکستان ځینې اندېښنې په پام کې وساتي.

د نوموړي په وینا ، د پاکستان بندېښنې دا دي چې د افغانستان خاوره په خاصه توګه د هند په لاس د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

افغان چارواکو په پرلپسې توګه د دې امکان رد کړی دی او ویلي دي چې له هند سره د فغانستان اړیکې اوږد تاریخ لري او د دې اجازه هیڅ یوه چا ته نه ورکول کېږي چې افغان خاوره د کوم ګاونډي هیواد پر ضد وکارول شي.

د هند وزیراعظم نریندر مودي هم له سي این این ټلویزون سره په یو تازه مرکه کې ویلي چې د هند او افغانستان اړیکې د پاکستان په تناظر کې نه دي.

د وزیراعظم نریندر مودي په وینا ، دا د هند ارزو ده چې افغانستان یو پرامن او سوکاله هیواد وي.

پاکستانیو چارواکو په بیا بیا دا دریځ څرګند کړی دی چې هند د افغانستان له لارې د بلوچستان د ازادۍ لپاره له مبارزه کوونکو بلوڅ وسله والو ډلو سره مرسته کوي. هند ، افغانستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو د پاکستان دا تور بې اساسه بولي.

XS
SM
MD
LG