د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د پينځلسو نورو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده. د پاکستان سرکاري راډيو نن ( اتوار ) په خپله ويبپاڼه د پوځ د مطبوعاتي څانګې آيي ايس پي آر په حواله لیکلي چې په شمالي وزيرستان شوال سيمه کې يې هوايي بمباري کړې چې ورکې د غيرملکي ترهګرو پشمول پينځلس وسلوال وژل شوی دي.
د پوځ په وينا په بمبارۍ کې يې د ترهګرو پينځه پټنځاينو هم تبا کړي دي. خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل پلو د خیبر ایجنسۍ په غونډۍ کې په نخښته کې شپږ وسلوال وژل شوي دي.
د خيبر پولیټیکل چارواکو نن سهار مشال راډیو ته وویل چې تیره شپه د جمرود په غونډۍ سیمه کې وسلوالو د ایف سی ځواک په یو چیک پوسټ برید وکړ چې د امنيتي سرتيرو په جوابې کاروايۍ کې شپږ وسلوال ووژل شول.
وسلوالو په دې اړه لا څه نه دی ویلي. یاده دې وی چې په جمرود کې د تیرو دریو میاشتو راهیسې د وسلوالو پرضد پوځي عملیات پیل روان دي، او امنیتي ځواکونو او پولیټیکل چارواکو په ځایی مشرانو غږ کړی دی چې حکومت ته مطلوب وسلوال دی ورته وسپاري.