د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او افغانستان وايي پاکستان ښه ګاونډیتوب نه کوي


فایل فوټو
فایل فوټو

هند او افغانستان د ترهګرۍ پرضد په جنګ کې پر پاکستان نیوکې کړي او له دې هیواده یې غوښتنه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد دې کوټلي ګامونه واخلي او همدارنګه د ګاونډیو هیوادونو سره دې د ستونزو په هوارولو کې له زړه نه همکاري وکړي.

د هند وزيراعظم نريندر مودي پرون د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې له پاکستان سره د مذاکراتو لپاره تيار دی، خو دا مذاکرات د ترهګري د سوري لاندي نشي کيدي.

په نيويارک کې د ډيوه راډيو خبریال چې په غونډه کې موجود و مشال راډیو ته یې وویل چې د هند وزيراعظم نريندر مودي وويل: که چېري پاکستان د سنجيدګۍ سره مذاکرات کول غواړي، نو هند د دې لپاره تيار دی.

مودي همداراز وويل چې د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه پکار ده، خو ځيني قوتونه مذهبي تندلاريتوب د پاليسۍ په توګه استعمالوي، او ځيني يې ښه او بد ترهګر ګرځولي دي. خو نريندري مودي په خپله وينا کې د دغو قوتونو نومونهوانخیستل. نريندر مودي له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره دې يو کنوینشن وکړي.

همداراز د افغانستان د بهرنو چارو وزير ضرار احمد عثماني د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته په وينا کې وويل : که څه هم پاکستان د همکارۍ خبري کوي ، خو له دغه هيواد څخه د راکټونو بريدونه هم کيږي.

ضرار احمد عثماني زياته کړه چې په داسي حالاتو کې د ښه ګاونډيرول لوبل ګرانه بریښي.

نوموړي وويل په افغانستان کې د امن لپاره يې دوه لاري خپلي کړي چې له وسلوالو سره د افغان ولس په ملاتړ خبري کوي او ورسره پوځي هلي ځلي هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزير اعظم نواز شریف د ترهګرۍ غندنه کړې ده او ويلي یې دي چې حکومت يې له ګاونډيو هېوادونو سره د برابرۍ پر بنياد پر امنه اړيکې جوړول غواړي.

پاکستاني وزیراعظم نوازشریف دا څرګندونې د جمعې پر ورځ د امریکا په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوازشریف د وينا پر مهال وويل چې هېواد يې دا مهال د ترهګرۍ له ناوړه خطر سره مخامخ دی. ده وویل چې ً پاکستان به د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتيً.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان غواړي له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې ښې کړي.

د نواز شریف په وینا ، پاکستان او افغانستان دا مهال له يو ډول چلنجونو سره مخامخ دي.

نواز شریف دا خبرې د ټولې نړۍ د راغونډ شوو مشرانو په وړانې په داسې وخت کې کړې دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې لا ډېرې کړکېچنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG