د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د جمهوریت د کمزورۍ لاملونه


د اګست له ۱۴مې نېټې راهیسې په پاکستان کې د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ د تحریک انصاف او عوامي تحریک پلویانو د نواز شریف په مشرۍ د منتخب حکومت پر ضد احتجاجي ناسته پیل کړه.

د دې په غبرګون، د پاکستان د پارلېمان د دواړو ایوانونو یانې قامي اسمبلۍ او سېنېټ شریکه غونډه جوړه شوه چې پکې د حکومت او اپوزیشن ټولو سیاستوالانو د جمهوري حکومت او نظام د ساتنې هوډ وکړ.

په پاکستان کې د دوو ډلو تر احتجاجي ناستو وروسته ایا ډیموکراسي کمزورې شوې ده او که نه؟ په هغه هېواد کې د جمهوري اقدارو د نه پیاوړي کېدو وجوهات څه دي؟ د پاکستان سیاسي ګوندونه ایا په ریښتینې مانا جمهوري دي؟ د پاکستان په اساسي قانون کې ایا ټولو صوبو ته واک په جمهوري توګه د ورکولو خبره شوې ده او که نه؟ او په پاکستان کې مېشت پښتانه په څه ډول په خپله ټولنه کې جمهوریت او ډیموکراټیکو ارزښتونو ته وده ورکولای شي؟ دا او نورې پوښتنې د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې څېړو.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په پاکستان کې د جمهوریت د کمزورۍ لاملونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG