د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخ په زیاتېدو لشکر طیبه، پوښتنې ځوابونه


'امريکا، چې وار د مخه د نړيوالو ترهګرو ډلو د له مينځه وړلو پسې يې راخيستې ده، ممکن يو وخت داسې راشي چې پاکستانۍ جماعت الدعوه ډله د القاعده او يا هم د اسلامي دولت وسله والې ډلې په پرتله زياته خطرناکه ډله ثابت شي.'

امريکايي فارن پاليسي مجلې په پاکستان کې د فعالې جماعت الدعوه ډلې له يوه څېړونکي او امريکا ميشتي خبريال عارف جمال سره د خبريالې بينظير شاه د مرکې يوه برخه خپره کړې ده.

عارف جمال په لشکر طيبه يو کتاب هم ليکلی دی، چې په غرب کې يې ډيری لوستونکي پيدا کړي دي.

د فارن پاليسي مجلې په ليکنه کې راغلي، امريکا، چې وار د مخه د نړيوالو ترهګرو ډلو د له مينځه وړلو پسې يې راخيستې ده، ممکن يو وخت داسې راشي چې پاکستانۍ جماعت الدعوه ډله د القاعده او يا هم د اسلامي دولت وسله والې ډلې په پرتله زياته خطرناکه ډله ثابت شي.

پر جماعت الدعوه تحقيق کوونکي امريکا ميشتي خبريال عارف جمال د خبريالې بينظير شاه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دا خبره ريښتيا ده چې لويديځوال د يادې ډلې په هکله لږ او يا هم ناسم مالومات لري، ويلي،

(هو، که داسې وويل شي نو غلطه به نه وي. زه به تاسو ته يو مثال درکړم. د لويديځ څېړنکاران داسې فکر کوي چې ګنې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد خپله انجنير دی او د پاکستان د انجينيرۍ په يوه کالج کې يې د مدرس په توګه دنده تر سره کړې. دا خبره سمه نه ده. حافظ سعيد د پاکستان په يوه پوهنتون کې د اسلامي مطالعاتو استاد و.

پر دې سربېره، د امريکا خارجه وزارت هم د نوموړي په هکله ځينې ناسم مالومات خپاره کړي دي. يوه بله تېروتنه چې د غرب څېړونکي يې کوي، دا ده چې هغوی فکر کوي لشکر طيبه غټ تنظيم دی او جماعت الدعوه يې يوه سياسي څانګه ده. حال دا چې جماعت الدعوه مرکزي تنظيم دی او لشکر طيبه يې له يو شمېر څانګو څخه يوه ده چې د هند پر ضد د جهاد کار ور په غاړه دی.)

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې دا خبره څومره پر حقيقت مبني ده چې جماعت الدعوه په تېرو کالونو کې خپل نيټ ورک مضبوط کړی او په راتلونکي کې د نړۍ امن ته يوه خطر پېښولای شي، عارف جمال وايي،

(د جماعت الدعوه اهداف يوازې تر هند پورې محدود نه دي، بلکې دا ډله يو نړيوال فکر لري. د حافظ سعيد د ملېشو ملګري د نړۍ په شاه وخوا ۱۰۰ هېوادونو کې فعاليت کوي. د دعوه غړيو په يو شمېر هېوادونو لکه افغانستان، بوسنيا، چېچنيا، هند، فلپاين او تاجکستان کې په جهادي سرګرميو کې برخه اخيستې ده. دا هغه څه دي چې القاعده هم نه دي کړای شوي. د اروپا لپاره د دې ډلې د فعاليتونو مرکز په پارس کې دی، چې يوه پاکستانی کس يې چلوي. پر دې سربېره چې دا ډله يو نړيوال نيټ ورک لري، د تربيې او روزنې کيمپ يې لا هم په پاکستان کې دی.)

له عارف جمال څخه په مرکه کې د ده د دې دعوې په اړه چې جماعت الدعوه د پاکستان ايټمي اثاثو ته يوه خطر جوړېدای شي، هم پوښتنه شوې، چې نوموړی يې په ځواب کې وايي،

( دا خطر ډېر حقيقي او حتمي دی. که حافظ سعيد نن د پاکستان د حکومتي مقاماتو د په نښه کولو پرېکړه وکړي، نو د پاکستان لپاره به يې پر وړاندې درېدل ستونزمن شي. د نوموړي ځينې شاګردان حتی د پاکستان د اټومي انرژۍ په کمېشن کې پر دندو ګمارل شوي دي ، چې زه يې نومونه اخېستلای شم. د پاکستان يوه حکومتي اداره يا د پوليسو يوه تاڼه داسې نشته چې ته به پکې د جماعت الدعوه د نظريې پلويان پيدا نه کړې.)

XS
SM
MD
LG