د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملي امنیت سلاکار او د ولسمشر د دفتر ريس وټاکل شول


د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی
د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی

ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته پر لوړو پوستو د چارواکو د ګمارنې لړۍ پیل کړې.

د جمهوري ریاست د چارو اداره وایي، چې ولسمشراشرف غني احمدزي د بېلابېلو فرمانونو له مخې محمد حنیف اتمر د جمهورریس د ملي امنیت سلاکار اوعبدالسلام رحیمي د خپل دفتر مشر ټاکلی دی.

د چارو ادارې مرستیال نجیب امین ازادۍ راډیوته وویل، چې د چارو اداره او د ولسمشر دفتر هم په یوې ادارې بدل شوي چې مشري یې عبدالسلام رحیمي کوي.

په ورته وخت کې ولسمشراحمدزی ته نږدې سرچېنه وايي، دولتي لوړو پوستونو کې تعینات او مقررۍ پیل شوې او ډېرژر به نوې کابینه هم معرفي شي.

ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته پر لوړو پوستو د چارواکو د ګمارنې لړۍ پیل کړې.

د دې ګمارنې په لومړې هڅه کې ولسمشراشرف غني محمد حنيف اتمر د ملي امنيت شورا د سلاکار او دغه رازعبدالسلام رحيمي د ولسمشر د دفترد ریس په توګه وګماره.

د چارو ادارې مرستیال نجیب امین د سېشنبې پر ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، د چارو اداره هم د ولسمشرد فرمان له مخې د جمهوري ریاست د دفترله ادارې سره یوځای شوې ده:

″د دوو بېلابیلو فرمانونو په ترڅ کې ولسمشر عبدالسلام رحیمي د چارو د ادارې د رییس په توګه تعین کړی او محمد حنیف اتمر یې د ملي امنیت سلاکار په حیث مقرر کړی دی دوی به سرله نن خپل کارو ته حاضر شي.″

له دې وړاندې د جمهوري ریاست دفتراو د چارو ادارې دارلانشا په جلا جلا توګه خپل کارونه مخ ته وړل.

د ملي امنیت د سلاکار دنده پخوا د ډاکتر رنګین دادفرسپنتا په غاړه وه، د جمهوري ریاست د دفتر ریس کریم خرم وو او دغه راز د چارو ادارې مشري د صادق مدبر په غاړه وه.

د ولسمشراشرف غني د مشورتي بورډ مسولین وایي، چې د ولسمشر له خوا د مقرریو پروسه پیل شوې او په دولتي ادارو کې به کسان د پخوانیو ژمنو په اساس د لیاقت، تخصص، تقوا او تجربو له مخې په دندو وګمارل شي.

د دې بورډ یوه غړي داود سلطانزوی ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ملي مشارکت په پام کې نیولو سره به ډېره ژر نوې کابینه هم بشپړه شي:

″د تعیناتو کوچنۍ برخه پرون پیل شوه او همداسې به دوام وکړي د کابینې له بشپړېدو وړاندې به اوسنۍ کابینه، والیان او سفیران د سرپرستانو ته توګه دندې پرمخ وړي، ولسمشربه ډېر ژر د نویو ټاکنو پروسه پیل کړي او ملت به په دې برخه کې ښې خبرې واوري.″

هغه زیاته کړه چې؛ د نوي کابینې تربشپړیدو به د اوسنۍ کابینې غړي، والیان او سفیران به د سرپرستانو په توګه خپل کارونه مخ ته وړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېرغړي د ولسمشرد نویو مقرریو هرکلی کوي او وايي چې؛ ولسمشرباید ټولې هغه ژمنې چې د کمپاین پر مهال یې له ولس سره کړې د دولتي چارواکو په تعین کې عملي کړي.

دوي وایي، نوی حکومت باید هغه کسان په دولتي لوړ پوړیو پوستو کې په دندو وګماري چې وړ، ژمن او متخصص او پوره تجربه ولري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG