د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل نوی حکومت تهران او اسلام اباد لپاره څه مانا لري؟


د ګل یا دوشنبې (د سېپټېمبر ۲۹مه) پر ورځ په کابل کې د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپلې دندې لوړه وکړه. غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي د شاوخوا ۱۲ کلونو تر واکمنۍ وروسته لومړی جمهوري ټاکل شوی ولسمشر دی چې په سوله ییزه توګه ورته واک وسپارل شو.

د ګل یا دوشنبې (د سېپټېمبر ۲۹مه) پر ورځ په کابل کې د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپلې دندې لوړه وکړه. غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي د شاوخوا ۱۲ کلونو تر واکمنۍ وروسته لومړی جمهوري ټاکل شوی ولسمشر دی چې په سوله ییزه توګه ورته واک وسپارل شو.

په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د سیمې هېوادونو ته څه پیغام ورکوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په کابل کې د سیاسي چارو پوه یونس فکور وايي، د واک له سوله ییز انتقاله ښکاري چې افغانان نور په سیاسي ډول خپل اختلافات هوارولای شي او خپلې چارې پر مخ وړلای شي، نو دا یوازې د سیمې نه بلکې د نړۍ لپاره مثبت پیغام دی:

((پیغام دا دی چې افغانان پر خپلو مسوولیتونو پوه دي، د قدرت پر انتقال نور جګړه نه کوي او دا لازمه بولي چې د ملي منافعو لپاره سیاسي تفاهم وکړي. بیا د قدرت د انتقال لپاره جګړه و نه کړي، چې بیا دا جګړه د دوی له ارادې ووځي او همسایه ګان پکې مداخله کوي. دا به نه یوازې د منطقې لپاره بلکې زموږ بین المللي شریکانو ته هم یو مثبته [اشاره ده] چې هغوی مطمین شول. دا خپله د سیاسي انتقال لاسته راوړنه ده چې زموږ نوی رییس جمهور وتوانېده چې له خپل یوه لوی شریک سره بین المللي امنیتي قرارداد امضا کړي.))

د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان په ځانګړي ډول د هغه هېواد پر چارو نظر ساتي. د کرزي د واکمنۍ پر مهال کابل په بیا بیا پر تهران او اسلام اباد د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې تور هم پورې کړی دی. په افغانستان کې د واک سوله ییز انتقال پر ایران او پاکستان څه اغېز لرلای شي؟

د ازادې اروپا راډیو د ایرانۍ څانګې مشر ارمان مستوفي وايي، پخوا د ایران لپاره لویه مسله په افغانستان کې د امریکا موجودګي وه، خو اوس د کابل و واشنګټن د امنیتي تړون لنډه موده ښايي تهران زیات خپه نه کړي:

((تا ته مالومه ده چې له پیله ایران په افغانستان او عراق کې د امریکا د حضور یا موجودګۍ خلاف وو. په افغانستان کې د امریکایانو د ژوند تریخولو لپاره ایران هر هغه څه وکړل چې کولای یې شول. خو په اوسني حالت کې داسې ښکاري چې ایران به د [کابل و واشنګټن] امنیتي تړون په اړه یوازې د مخالفت څرګندونه کافي وبولي. د تړون دوه کلنۍ محدودې مودې ته په کتو دا ګرانه ده چې وانګېرل شي چې ایران به د افغانستان د نوي حکومت پر ضد عملي اقدام وکړي.))

خو په کراچۍ کې د نړیوالو اړیکو استاده ډاکتره خالده غوث وايي، په کابل کې د واک جمهوري او سوله ییز انتقال خو ډېره ښه خبره ده، البته د اسلام اباد او کابل اړیکي به په راتلونکو کلونو کې هم له لویو ننګونو سره مخامخ وي:

(([په کابل کې د نوي حکومت راتګ] د دې خبرې اشاره نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو اړیکي به هموار یا ښه پاتې شي. په ریښتینې مانا، مشکل وختونه راروان دي. د پاکستان او افغانستان ترینګلتیاوې به پر خپل ځای پاتې شي. پوښتنه دا ده چې ایا دواړه حکومتونه به په راتلونکې کې د باور د کمي ختمولو لپاره په جدي ډول هڅې وکړي او که نه؟ د باور کمی یوازې د هیلې له ښودو یا د خواهش له څرګندونې سره نه ختمېږي، د دې لپاره جدي اقدام ضروري وي.))

د پوهانو په اند، که یوې خوا ته په افغانستان کې د نوي جمهوري حکومت انتخاب مثبته اشاره ورکوي نو بل خوا کابل ښايي له ګاونډیو هېوادونو – په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان – سره د اړیکو د نوعیت یا بڼې په ټاکلو کې له ننګونو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG