د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بلوچستان حکومت کې د پخوا په پرتله درغلي ډېره کمه شوې'


د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ خبري غونډه کوي. ۲۹سیپټېنبر ۲۰۱۴
د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ خبري غونډه کوي. ۲۹سیپټېنبر ۲۰۱۴

ډاکتر مالک بلوڅ وویل، تر ډېره ځایه يې د صوبې په هره څانګه کې اداري فساد ختم کړی، او که څه نا څه شته نو د ده په خبره د تېرو حکومتونو په پرتله ډېر کم دی.

د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ د دوشنبې پر ماښام د کوټې په ايم پي اې هاسټل کې په يوه خبري غونډه کې وویل، د دوی د اتحاديانو تر منځ څه نا څه لرېوالی شته، خو د ده په خبره دومره زیات هم نه دی، چې حکومت ته یې خطر پېښ شي.

ډاکتر مالک بلوڅ وویل، تر ډېره ځایه يې د صوبې په هره څانګه کې اداري فساد ختم کړی، او که څه نا څه شته نو د ده په خبره د تېرو حکومتونو په پرتله ډېر کم دی. نوموړي خبري غونډې ته وویل، که چیرې یو چا پر هغه لږه درغلي هم ثابته کړه، نو ټول ولس ته به يې ځواب ورکوي.

؛ زه دا نه وایم چې د بلوچستان په اوسني حکومت کې اداري فساد ختم شوی دی. خو زه دا وایم چې د تېرو حکومتونو په پرتله په اوسني حکومت کې اداري فساد بېخي زیات کم شوی دی. زه خپل ځان ستاسو په وړاندې هم حاضرولای شم، د اپوزیسيون د مشر په وړاندې هم، او که چا راباندې لږه درغلي هم ثابته کړه، نو بالکل يې ځواب ورکولو ته تیار یم؛.

په داسې حال کې چې د بلوچستان په صوبايي حکومت کې د اتحادي ګوندونو تر منځ يو واري بیا اختلافات رامنځته شوي، او د پاکستان مسلم لیګ ن وزیرانو له تېرو څو اونيو راهیسې له همدې امله د صوبايي اسمبلۍ له غونډو هم باييکاټ کړی، خو وزیراعلی ډاکتر مالک بلوڅ په دغه خبري غونډه کې وویل، دومره زیات اختلافات هم نشته، چې د ده حکومت ته دې خطر پېښ کړي. نوموړی زیاتوي، څه نا څه اختلافات چې شته، هغه به ډېر ژر ختم کړي.

؛ په اتحادي حکومت کې مشکلات شته، که پاکستان مسلم لیګ ن دی، که پښتونخوا ملي عوامي ګوند او یا هم نیشنل ګوند دی موږ درې واړه سنجيده خلګ يو. کوم مشکلات چې شته، هغه به ټول په سنجيدګۍ سره ختم کړو. او له کومږ حالاتو سره چې مخامخ يو، که خدای کول ډېر ژر به ترې ووځو؛.

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان په صوبايي حکومت کې تردې وړاندې هم څو واره اختلافات رامنځته شوي، چې تر ټولو زیاتي ګیلې د پاکستان مسلم لیګ ن وزیرانو او غړي کوي. خو ډاکتر عبدالمالک بلوڅ بیا وايي، د ډيموکراسۍ ښکلا هم دا ده چې حکومتي او اپوزیسيون ګوندونو په يوه بل نيوکې وکړي او له يوه بل سره په ولسي ستونځو ګیله من شي.

XS
SM
MD
LG