د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د نویو زوکړو ماشومانو مړي موندل زیات شوي


د انور کاظمي په خبره که څه هم تر کاوین «نکاح» مخکې جنسي اړیکې ساتل ناجایزه ګڼل کیږي، خو د دې په نتیجه کې زېږېدونکي ماشومان بې ګناه دي، او باید ونه وژل شي.

په کراچۍ کې د نویو زوکړو ماشومانو مړ موندنې لړۍ په دې ورستیو کې تېزه شوې ده. چارواکي وایي تېره اوونۍ د کراچۍ ګورنګۍ له سيمې د څلورو او د لانډۍ له سیمې د یو نوي زوکړي ماشوم مړی ورته ملاو شوي.

د بشري خېر ښېګړې ادارې ایدهي ویاند انور کاظمي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، په روانه سيپټېمبر میاشت کې یوازې دوه ماشومان ژوندي موندل شوي او پاتې نور وژل شوي دي.

«روانه میاشت کې مو د ۲۹ ماشومانو مړي موندلي دي چې یوازې دوه ماشومان مو د ادارې زانګوګانو ته اچول شوي. په وژل شویو کې زیاتره جینکۍ دي. خلک دا ماشومان ناجایزه اولاد ګڼي، چې ساتل او سترول ورته شرم ښکاري نو ځکه یې ووژني او بیا یې مړي وغورځوي«

د انور کاظمي په خبره د مخکې په پرتله اوس زیاتره ښځې دغه ماشومان تر زیږېدو وړاندې وغورځوي او یایې تر زېږېدو سمدستي وروسته ووژني. نوموړي زیاته کړه هر کال په پاکستان کې تر یو زر(۱۰۰۰) زیات دغه ډول ماشومان وژل کېږي او یوازې د لسګونو په شمېر کې دوی ته سپارل کیږي.

د انور کاظمي په خبره که څه هم تر کاوین «نکاح» مخکې جنسي اړیکې ساتل ناجایزه ګڼل کیږي، خو د دې په نتیجه کې زېږېدونکي ماشومان بې ګناه دي، او باید ونه وژل شي.

په ایدهي فاونډیشن کې د بې څوکه ماشومانو د ساتنې چارو مشره بلقیس ایدهي وایي زیاتره نوي زوکړي ماشومان، خلک د دوی زانګوګانو کې په داسې حالت کې اچوي چې هغوی سخت کمزوري شوي او تقریبا نیمه مړه شوي وي،

«دا وایي له یوې خوا په ملک کې غریبي ده، بل ناپوهي ده او درېیم په خلکو کې منصوبه بندي نشته، له دې علاوه ځینې نورو اړخونو زموږ د ټولنیزې پاټلې له لارې اړولې ده. له دې علاوه ځینې میندې او پلرونه موږ ته په خپله هم خپلې لوڼه راکوي او موږ یې بیا ساتو«

نوموړې زیاته کړه د لوڼو ودولو لپاره د پيسو(جهیز) نه لرلو له وېرې ځینې خلک خپلې لوڼه ایدهي فاونډیشن ته سپاري.

بلقیس ایدهي وویل، «هېڅ یوه مور د خپل ماشوم بچي د وژنې یا موږ ته راکولو ته زړه نه ښه کوي خو غریبي او یا هم د ټولنې ځینې بندیزونه هغه په دې مجبوروي چې داسې قدم پورته کړي.»

د ایدهي فاونډیشن چارواکي وایي، په سلګونو هغه ماشومان چې له زېږېدو وروسته له وژنې بچ شوي او د دوی زانګوګانو ته اچول شوي اوس د سلګونو په شمېر کې زلمي او پېغلې دي او په دوی کې تر څلورو سوو زیاتو کسانو ودونه د ایدهي ادارې په مرسته ترسره کړي دي ، او هغوی اوس خوشاله ژوند تېروي.

یاده دې وي د پاکستان له قانون سره سم د یو ماشوم په غورځولو اووه کاله زندان او په وژنه یې د ټول عمري قید سزاګانې دي. د دې باجود که یوې خوا ته هر کال په دې هېواد کې په زرګونه شمېر کې د ماشومانو وژلو او غورځولو کېسونه مخې ته راځي نو بلې خوا ته په یادو کېسونو کې د تورونو وګړو شمېر د نشت برابر دی.

XS
SM
MD
LG