د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې پوهنتون او ۲۳ کالجونه جوړېږي


د فاټا سیکریټیریټ ویاند فضل الله « ۲۳ کالجونه به د هلکانو او ۱۲ جینکو لپاره جوړېږي، دا به پوسټ ګریجویټ کالجونه وي، دا شان حکومت دا هم منصوبه لري چې د فاټا ځوانانو هلکانو او جینکو لپاره خپل یو پوهنتون جوړ کړي»

د قبایلي سیمو د انتظام ادارې فاټا سیکریټیریت په خپل کلني پرمختیايي پروګرام کې د فاټا پوهنتون لپاره یونیم اربه روپۍ او ۳۸ کالجونو کې د لوړو زدکړو لپاره څه کم دوه میلیونه روپۍ ځانګړې کړې دي.

د فاټا سیکریټیریټ ویاند فضل الله مشال راډیو ته وویل چې په کلني پرمختیايي پروګرام کې فاټا سیکریټیریټ درې اربه او شپږ اتیا کروړه روپۍ د تعلیم لپاره ایښې دي.

د ده په وینا چې « ۲۳ کالجونه به د هلکانو او ۱۲ جینکو لپاره جوړېږي، دا به پوسټ ګریجویټ کالجونه وي، دا شان حکومت دا هم منصوبه لري چې د فاټا ځوانانو هلکانو او جینکو لپاره خپل یو پوهنتون جوړ کړي»

ده وویل چې د قبایلي سیمو د انتظام ادارې په مختلفو کالجونو کې د پوسټ ګریجویټ زده کړو پیلولو او د هاسټلونو جوړولو منصوبه لري.

دی وایي، چې ۱۲۵ پرایمري سکولونه ته به په مډل سکولونو کې ترقې ورکول کیږي. حکومت او فاټا سیکریټیرېټ دا فیصله هم کړې ده چې کوم کالجونو کې هاسټلې نشته نو به هغو کې به هاسټلې جوړیږي او د هغو د جوړلو لپاره یې ۱۱۲ میلیونه روپۍ ځانګړې کړې دي.

ده زیاته کړه چې پنځوس میلیونه روپۍ د ضرورت منده او قابله زده کونکو لپاره ځانګړې شوې دي.

د فاټا سیکریټیریټ له مخې چې کلني پرمختیايي پروګرام کې د ملک د نورو برخو په نسبت د تعلیم لپاره زیات بجټ اېښودل شوی دی چې د فاټا د ټول بجټ ۲۱ فیصده جوړیږي.

XS
SM
MD
LG