د لاسرسي ځای

تازه خبر

'داسې پاکستان ته زنده باد نه وایو چې پښتنو ته حق نه ورکوي'


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

محمود خان اڅکزي په افغانستان کې پر نوي جوړ شوي حکومت هيله مندي وښووله او ويې ويل، چې افغانانو نړۍ ته وښووله، چې دوى تر هر چا زيات پر ډيموکراسۍ باور لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزى وايي، افغانستان تل د پاکستان او هند د سياستوال لپاره د سولې کور اوسېدلى او دوى پناه ور وړې ده، نوموړی وايي که افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي، د پاکستان لپاره يوه ښه اقتصادي منډۍ او ستراتيژک دوست جوړېدلاى شي. دی وايي، پښتانه په پاکستان کې د (افغانيه) په نامه د يوه واحد ايالت حق لري او ګوند به يې د دې حق اخيستلو لپاره مبارزه کوي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند تل په پاکستان کې د پښتنو د يووالي پلوى ګوند اوسېدلى، له همدې امله يې تل د پنجاب د هغو سياستوالو مخالفت کړى، چې د پښتنو د يووالي په مخ کې خنډ جوړ شوي، خو د پاکستان د تېر کال په عمومي ټاکنو کې چې دې ګوند د پاکستان د مرکزي پارلمان درې څوکۍ وګټلې او د بلوچستان په ايتلافي حکومت کې شامل شو، نو په پاکستاني رسنيو خصوصاً په ټولنيزو رسنيو ټويټر او فېسبوک کې کلک انتقادونه پر وشول، چې ګواکې دې ګوند نور د پښتنو د يووالي غوښتنه پرېښوه او د پنجاب د هغو سياستوالو ملګرى شو، چې تل به يې د هغوى سياسي پاليسۍ استعماري بللې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د مرکزي پارلمان غړى محمود خان اڅکزى د پنجشنبې په ورځ د کوټې په پريس کلب کې له خبريالانو سره د (حال احوال) په پروګرام کې پخپلو خبرو کې وويل، چې ګوند يې د پاکستان د نورو قومونو په شمول د پښتنو لپاره هم يو بېل ايالت غواړي:

"پښتانه په پاکستان کې په څلورو انتظامي واحدونو کې اوسېږي، ولې؟ پښتنو ته په يوويشتمه پېړۍ کې هم يوه واحد منتخبه اسمبلۍ نه ورکول کېږي، دا خو زموږ حق دى، موږ به یې اخلو او پاکستان له موږ سره د دې ژمنه کړې ده، څوک چې د پاکستان د نامه توجيه کوي، په هغه کې د اې مانا افغانيه ده، افغانيه مانا له چتراله تر بولان درې دا افغان وطن دى، دا بايد افغانيه واى، د يوه قوم په توګه پښتانه بايد په يوه ايالتي اسمبلۍ کې وي، ژبه يې حکومتي او دفتري ژبه وي"

محمود خان اڅکزي وويل، چې په پاکستان کې تل غيرسياسي او غيرجمهوري قوتونو واکمني کړې ده، خو دا دويمه دوره ده، چې ډيموکراسي پکې وده کوي، او وايي که دا ځل ډيموکراسۍ ته تاوان ورسېد او د پينځو قومونو په دې هېواد کې فيډراسيون له منځه لاړ، بيا به هېڅکله پر پښو ونه درېږي. محمودخان اڅکزي وويل، دوى به هغه پاکستان ته هېڅکله زنده باد ونه وايي، چې د پښتنو په شمول د دې هېواد د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندې کوي:

"له موږه دا ګيله کېږي چې تاسې پاکستان زنده باد ولې نه واياست، هغه چې جمهوري او له اساسي قانون سره سم پاکستان وي او هر ملت پکې پر خپلو وسايلو واک ولري، هغه پاکستان زنده باد کېداى شي. د انصاف پر بنسټ د فيډراشيون همېشنۍ ضمانت کېداى شي، يو تن به يوه رايه لري او له دې ځايه به په افغانستان کې مداخله نه وي، له افغانستانه سره ښې اړيکې ترهګري هم ختمولاى شي، موږ جمهوري خلک يو او داسې پاکستان غواړو، چې هېڅ کس پکې پر بل کس او هېڅ قوم پر بل قوم ظلم ونه کړي"

محمود خان اڅکزي په افغانستان کې پر نوي جوړ شوي حکومت هيله مندي وښووله او ويې ويل، چې افغانانو نړۍ ته وښووله، چې دوى تر هر چا زيات پر ډيموکراسۍ باور لري. ده وويل که په افغانستان کې دايمي سوله او کراري راشي، دا پخپله د پاکستان لپاره هم اقتصادي او هم سياسي ګټه ده:

"افغانستان د پاکستان لپاره ډېره لويه منډۍ ده، زموږ پيسه نن هم هلته داسې چلېږي لکه د دوى خپله پيسه چې وي، تاسې که هر افغان ته د څه شي اخيستلو په بدل کې پاکستانۍ روپۍ ورکړئ هغه انکار نه کوي، موږ ولې دا رشتې خرابې کړو، نن هم افغانستان د پاکستان تر ټولو ښه طبعي دوست جوړېداى شي، يوه ډېره لويه اقتصادي منډيي او ستراتيژيک دوست يې جوړېداى شي، که موږ لږ ايمانداري وکړو، هڅه وکړو د پاکستان او افغانستان تر منځ به ويزه هم نه وي"

د ځينو خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ګواکې افغانستان بلوڅو وسلوالو ته پناه ورکړې او په بلوچستان کې يې د خپلواکۍ لپاره جګړې ته هڅوي، محمود خان اڅکزي دا خبره رد کړه او ويې ويل، چې افغانستان تل د پاکستان او هند د سياستوالو لپاره د سولې کور اوسېدلى، بايد دې د سولې کور ته په سپک نظر ونه کتل شي:

"زه به له اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله او حامد کرزي څخه پر سپين کاغذ باندې دا ليکلي راوړم، چې دوى به د پاکستان خلاف هېڅ ډول د وسلوالو پناه ځايونه نه جوړوي، خو پاکستان به يې هم د دوى خلاف نه جوړوي، د دوى ضمانت زه کوم د پاکستان ضمانت دې هم څوک وکړي، دا هسې خبرې دي چې هلته د بلوڅو وسلوالو پناه ځايونه دي، هره خبره بايد دې ته خوا ته کش نه کړل شي، افغانستان زموږ دوست دى، زموږ هېواد دى او تل زموږ لپاره د سولې کور اوسېدلى دى"

په دې وروستيو کې پر ډيورنډ کرښه د خندق کيندلو په اړه محمودخان اڅکزي وويل، چې دا کار ښې نتيجې نشي ورکولاى، وايي سره له دې چې د دغو هېوادونو خلک په ويزه تګ راتګ کوي، خو که د ولسونو تر منځ دا ډول خنډونه جوړېږي، دا به نور هم د دغو دواړو هېوادونو تر منځ کرکې او بدبينۍ زياتې کړي.

محمودخان اڅکزي په بلوچستان کې د ژورناليستانو وژنو او د بيان د ازادۍ مخنيوى وغانده او ويې ويل، چې په بلوچستان کې لومړۍ مطبعه (پريس) عبدالصمدخان اڅکزي جوړ کړى، ځکه نو د دوى ګوند د بيان پر ازادۍ بشپړ باور لري او د داسې هڅو غندنه کوي، چې د واقعيتونو د را برسېره کولو مخه نيسي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG