د لاسرسي ځای

تازه خبر

چې خپلوان مو تريتم وي اختر څنګه ولمانځو؟


د یو تریتم کړل شوي ځوان سردار داود خان ابابکي خور وايي، د ټولو تریتم کړل شویو بلوڅو کورنۍ په کورونو کې د اختر خوشالي لمانځلو پر ځای پر سړکونو احتجاج کوي.

د تریتم کړل شويو بلوڅو کورنيو د نورو اخترونو په څېر د سږني لوی اختر لومړۍ ورځ هم په احتجاج تېره کړې، او ادعا کوي، د تېرو حکومتونو په پرتله په اوسني حکومت کې یې تر ټولو زیات ځوانان تریتم شوي او وژل شوي دي.

د ورکو بلوڅو د کورنيو غړي ټول په يوه ږغ د پاکستان پر استخباراتو ادارو تور پورې کوي، چې د ځوانانو د تریتمېدو او وژل کېدو تر شا یې د دغه هېواد استخباراتي ادارې دي. چې په خبره یې تر شل زره زیات بلوڅ ځوانان يې تریتم دي او تر څلور زره زیات يې وژل شوي دي.

د سحر بلوڅ په نامه په دې احتجاج کې شريکې يوې پېغلې مشال راډيو ته وویل، چې خپلوان يې له کوره ورک او د کورنۍ غړي يې در په دره وي نو څه ډول به اختر لمانځي.

؛ موږ څه ډول اختر لمانځلای شو. چې زموږ خپلوان راسره نه دي، او د کورنۍ غړي له موږ څخه جلا دي. اختر له خپلوانو سره لمانځل کېږي. او هغه خلک يې لمانځلی شي، چې خوشال وي. موږ خبر نه يو چې زموږ ورک خپلوان به په کوم حالت کې وي. نو موږ څنګه خوشالۍ کولای شو؛.

د تریتم کړل شويو بلوڅو د کورنيو په دغه احتجاج کې د نورو ورکو بلوڅو له خویندو سره سره د سردار دارو خان ابابکي خور هم وه، چې تر احتجاج وروسته يې مشال راډيو ته وویل، د ټولو تریتم کړل شویو بلوڅو کورنۍ په کور کې د اختر خوشالۍ لمانځلو پر ځای په سړکونو احتجاج کوي.

؛ سردار دارو خان ابابکي په ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۰ کې له سریاب مل کالوني څخه استخباراتو پورته کړ. او تر اوسه پورې زما ورور کور ته نه دی راغلی. زه د پاکستان له چیف جسټس او له هغو ټولو ادارو چې له ملګرو ملتونو سره کار کوي، خواست کوم چې زما له ورور سره دي هغه ټول تریتم بلوڅ ځوانان چې خپلوان يې نن په سړکونو راوتلي، او په کور د اختر د خوشاليو لمانځلو پر ځاي په سړکونو چيغې او نارې وهي، چې زموږ څومره هم ورک وروڼه دي، يا د چا پلار، ورور يا خاوند تری تم دی. دا ټول دا خواست کوي چې که هغوي کوم جرم کړی وي نو په دې هيواد کې عدالتونه شته، په عدالتو کې دي يې حاضر کړي. خو د دې پر ځاي هغوي دغه ځوانان پورته کوي، وژني او بیا يې خراب شوي مړي غورځوي؛.

ماما قدیر بلوڅ چې د ورکو بلوڅو د سازمان مشري کوي، د دوشنبې په ماسپښين يې تردغه احتجاج وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وویل، هر حکومت دا ادعا کوي، چې د دوی په واکمنۍ کې د بلوڅو ځوانانو د پورته کېدو او د خراب شويو مړيو د موندنې لړۍ کمه شوې، خو د ده په خبره د ډاکتر مالک بلوڅ په روان حکومت کې تر بل هر حکومت زیات بلوڅ ځوانان تریتم شوي دي.

؛ له موږ سره چې د تېر يونیم کال کوم مالومات دي، له هغه سره سم د تېرو حکومتونو په پرتله په اوسني حکومت کې د ځوانانو د ورکه کېدو او د خراب شويو مړيو د موندلو پېښې زیاتې شوې دي. او دا حکومت هغه که صوبايي حکومت دی او يا هم مرکزي حکومت مکمل ناکامه شوي دي. او له دوي سره د خراب شويو مړيو، د عملياتو د بندولو او د ورکو بلوڅو د بېرته راپيدا کېدو هيڅ حل هم نشته؛.

که څه هم ماما قدیر بلوڅ ادعا کوي، چې ددوي تر شل زره زیات بلوڅ ځوانان تریتم شوي او تر څلور زره زیات يې وژل شوي دي. خو د بلوچستان صوبايي حکومت او د بشري حقونو سازمان بیا ددغه تری تم کړل شویو بلوڅو شمېر تردې څو چنده کم يادوي. بلوڅ ملتپال ددې ځوانانو د تریتم کېدو او وروسته يې د وژلو تور د پاکستان پر استخباراتي ادارو پورې کوي، خو هغوي په بیا بیا دا تورونه ناسم بللي.

XS
SM
MD
LG