د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونې ولې زیاتېږي؟


د سېپټېمبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د عمومي جرګې کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل، روان کال د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو له نظره بد کال وو.

ده وویل، له بمونو نیولې تر د خلکو سرونو پرې کولو پورې، په ارادي ډول د ولسي وګړو له لوږې وژنې، پر روغتونونو، د ملګرو ملتونو پر پناه ځایونو او مرستندویه کاروانونو د بریدونو له لارې په ټوله نړۍ کې بشري حقونه تر برید لاندې دي.

د ملګرو ملتونو مشر په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله والو فعالیتونه، په اوکراین کې نښتې، د غزې جګړه او د تاوتریخوالي نورو پېښو او حالاتو ته د ((وحشت او بربریت)) نوم ورکړ.

بانکي مون پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دې بحرانونو د هواري لپاره یو ځای هلې ځلې وکړي. ده وویل، دا د نړۍ دنده ده او دی پر ټولو هېوادونو د دې ټولو ستونزو د هواري غږ کوي.

د بانکي مون تر وینا وروسته مو په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له مشرې زهرې یوسف سره خبرې وکړې.

نوموړې وویل، سږکال (۲۰۱۴) په پاکستان کې پر اقلیتونو د بریدونو او په سېند کې د خلکو د ورکولو په صورت کې د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې.

دې تصویر ته په کتو، پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو زیاتېدو لاملونه څه دي؟ په هغه هېواد کې د جمهوري نظام د کمزورۍ له کبله انساني حقونه پامالېږي که نه نور وجوهات هم لري؟ د جمهوريت له پیاوړي کېدو سره د بشري حقونو ساتنه یقیني کېدای شي او که نه؟ په پاکستان کې د بشري حقونو موجوده قوانین ولې نه عملي کېږي؟ دا او نورې پوښتنې د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې له پوهانو سره څېړو.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو زیاتېدو لاملونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG