د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې هغه سکولونه بندېږي چې د زدهکونکو شمېر یې لږ وي


په خېبر اېجنسۍ کې د یو وران ښوونځي ماشومان پر ډاګ زدکړې حاصلوي.
په خېبر اېجنسۍ کې د یو وران ښوونځي ماشومان پر ډاګ زدکړې حاصلوي.

که په یو سکول کې پینځوست یا شپیته زده کونکي وي او د دوی سکول بند شي نو دا به چېرته ځي، څرګنده ده چې سکولونه به پرېږدي

د قبایلي سیمو تعلیم څانګې چارواکي وایي چې، په قبایلي سیمو کې هغه ابتدايي سکولونه بندوي او یا به یې له نورو نزدې سکولونو سره یوځای کوي چې د زدهکونکو شمېره پکې کمه وي.

د فاټا تعلیم مرستیال ډایرېکټر ازاد خان مشال راډیو ته وویل، «موږ په یو سرکاري سکول کې لږ تر لږه د اتیا(۸۰) زده کونکو شمېره ټاکلې ده او چې په کوم سکول کې تر دې حده شمېره کمه وي نو بندوي به یې خو د فاټا ځانګړو حالاتو له کبله به یوه موقعه ورکوو. خو که یې شمېر تر شلو راټیټ شو بندوو یې. داسې ډول یو شمېر سکولونه په قبایلي سیمو کې شته او د دې لپاره مو سروې پیل کړې ده»

خو بیا د سیمې یو تن عبدالقیوم اپریدی وایي، «دا سکولونه دې یوازې په یو صورت کې بند کړل شي چې حکومت ورته یو ښه متبادل بندوبست وکړي او دا ځکه چې که په یو سکول کې پینځوست یا شپیته زده کونکي وي او د دوی سکول بند شي نو دا به چېرته ځي، څرګنده ده چې سکولونه به پرېږدي»

د زدهکوونکو کم شمېر سرکاري پرایمري سکولونو پر بندېدو د ځایي خلکو د اندیښنو په باب د قبایلي سیمو د تعلیم محکمې ډپټي ډایریکټر ازاد خان وايي، «موږ د قبایلي سیمو د ماشومانو په فکر کې یو چې مور او پلار کې یې شعور راشي چې تعلیم حاصلول ډېر مهم دي نو له دغه ګام سره به په دې سیمه کې د تعلیم شرح ښه شي»

د قبایلي سیمو د تعلیم محکمې چارواکو وویل ((چې موږ ځایي خلکو او استاذانو ته دا موقع ورکوو چې په دې سکولونو کې دې زر تر زره شمېره زیاته کړي، او زیات نه زیات ماشومان دې پکې داخل کړي، ګنې بیا به زموږ له سروې وروستو دغه سکولونه بندوو))

XS
SM
MD
LG