د لاسرسي ځای

تازه خبر

جعلي وسلې پر پښتنو ماشومانو ناوړه اغېز کوي


جعلي وسلې پر پښتنو ماشومانو ناوړه اغېز کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نن سبا چې د پښتنو سيمې ترهګرۍ او جګړو ځپلې دي، کاروباريان هم له دې څخه د ناوړه ګټې لپاره جعلي وسلې جوړوي او اوسني ماشومان اکثر په اخترونو کې توپنچې، توپک، ټانکونه او پټاخۍ اخلي او تر خپلمنځ جګړې پرې کوي.

دا د بلوچستان د ږوب سيمې دوه پښتانه ماشومان دي، چي د اختر خرڅ يې د خوږو، مېوو او د ساتېري د نورو شيانو د اخيستلو پر ځاى پر جعلي وسلو ګاروي (مصرفوي).

پخوا به ماشومانو په اخترونو کې پلاسټيکي موټر، ټکټر، بوغۍ (باجې)، الوتکې، دوربين، ګړۍ او نور داسې شيان اخيستل، چي يواځې د ساتېري وسيلې وې او د دوى پر روحياتو يې ناوړه اغېز نه کاوه، خو نن سبا چې د پښتنو سيمې ترهګرۍ او جګړو ځپلې دي، کاروباريان هم له دې څخه د ناوړه ګټې لپاره جعلي وسلې جوړوي او اوسني ماشومان اکثر په اخترونو کې توپنچې، توپک، ټانکونه او پټاخۍ اخلي او تر خپلمنځ جګړې پرې کوي.

دغه ماشومان چي په خپلمنځ کې په څه ډول د يوه بل د ويشتو ګواښونه کوي، دا د دوى غوندې د راتلونکي پښت د تباهۍ يوه پيلامه ګڼل کېداى شي. د ټولنيزو چارو فعالين که د دې په خلاف تبليغات ونه کړي او حکومت د دغو جعلي پلاسټکي وسلو پر خرڅلاو بنديز ونه لګوي، نو دا به ماشومان د ښوونځيو پر ځاى پر جنګي مرکزونو او د قلم پر ځاى پر وسلو مين کړي.

بارکوال مياخېل- ږوب

XS
SM
MD
LG