د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتو کې تر ټولو زیاته ټګي له خېبر پښتونخوا سره شوې


د خېبر پښتونخوا اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسېن
د خېبر پښتونخوا اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسېن

میا افتخار حسېن وايي، په انتخاباتو کې تر ټولو زیاته ټګي او درغلي له عوامي نېشنل پارټۍ او خیبر پښتونخوا له ولس سره شوې

د عوامي نېشنل ګوند میا افتخار حسین وايي، د اسلام اباد دهرنو د سیاسی دهرنو توهين کړی دی. او زیاتوي، تر ټولو زیاته دهاندلي له عوامي نېشنل ګوند او خیبر پښتونخوا له ولس سره شوې، چې داسې خلک يې پرې مسلط کړی، چې د خلکو د ستونزو هوارولو پر ځای په اسلام آباد کې د وزیراعظم د څوکي جنګ ګټي. نوموړی زیاتوي، په نورو هيوادونو کې لاس وهنه که هر ملک کوي، ددوي ګوند يې غندنه کوي.

میا افتخار حسین وايي، په اسلام آباد کې د سندرو کنسرټونه کول د سیاسي احتجاجونو او دهرنو توهين دی، او په داسې کړنو ډيموکراسۍ ته تاوان رسېږي. مياافتخار حسین د چارشنبې په غرمه په کوټه کې په يوې خبري غونډه کې وویل، که چېري د درغلۍ خبره وشي نو د خیبرپښتونخوا له اولس سره دوه واره درغلي شوې، چې دده په خبره يو واري يې د خپلې خوښې خلک پرې مسلط کړل چې دده په خبره داسې واکمن دي، چې د هغوی له خیبرپښتونخوا سره هیڅ دلچسپي هم نشته.

؛ که چېري د درغلۍ خبره وشي، نو له خیبرپښتونخوا سره ډبل ظلم وشو. لومړی خو درغلۍ وشوې، او دوم چې په چا يې وګټله هغوي هلته کښېني هم نه. یعني په موږ يې داسې واکمن مسلط کړل چې د هغوي له خیبرپښتونخوا سره هيڅ دلچسپي هم نشته؛.

د میا افتخار حسین په خبره د شمالي وزیرستان تر لس لکه زیات بې کوره شوي خلک تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي، خو نه هم مرکزي حکومت او نه هم د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت په هغوي ځان خبر کړ. میا افتخارحسین په دې خبري غونډه کې وویل، په ټوله نړۍ کې که هر چېري يو هیواد په بل هيواد کې لاس وهنه کوي، ددوي ګوند يې په سختو ټکيو کې غندنه کوي.

؛ له کوم لوري چې هم په بل هیواد کې لاس وهنه کېږي، عوامي نیشنل ګوند يې هيڅ کله هم زغملی نشي. موږ خو په خپلو څنګلوريو هیوادونو لکه افغانستان، چين او ایران کې لاس وهنه زغملی شو، نو بیا يې په خپل هيواد کې څنګه زغملای شو؛.

د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان طالبانو ځيني قوماندانانو په داعش وسله واله ډلې کې شموليت کړی، میا افتخار حسین وویل، ترهګر ټول سره يو دي، هسې نومونه او سيمې يې سره بېل دي.

؛ دا خو موږ ته جلا جلا په نظر راځي. په لويه سطح خو دا ټول سره يو دي. ځينو ته په پاکستان کې کار کول وي، نو ځينه يې بیا په عراق کې کوي. ځينه د لیبیا لپاره وي، او ځينه بیا د شام لپاره وي. دا په مختلفو نومونو ترهګرۍ ته وده ورکوي. که څوک يو لک نومونه هم ورکړي، نو دوي ټول سره يو دي؛.

میاافتخار حسین په دې خبري غونډه کې له ټولو هغو سیاسي قوتونو مننه وکړه چې له جمهوري لاري يې د ارباب عبدالظاهر کاسي د راخوشي کولو لپاره کار کړی.

XS
SM
MD
LG