د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منځنۍ کورمې ځنګلونه په بېدردۍ سره وهل کېږي


د پټان عبدالخالق په نامه یو کس مشال ریډیو ته وایي چې د سیمې ځنګلونو ته د وسله وال طالبانو خلاف د پاکستانیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې زښته ډېر تاوان رسېدلی دی.

د منځنۍ کورمې ایجنسۍ ځایي اوسېدونکي وایي چې په سیمه کې د ځنګلونو رقبه په تیزې سره په کمېدو ده ځکه چې دلته ونې او بوټي په ډېره بېدردۍ سره وهل کېږي.

د ځايي وګړو په خبره، په سیمه کې د لرګو سمګلران ځنګلونه په ناقانونه توګه وهي او قیمتي لرګی ترې نور سیمو ته وړي.

د پټان عبدالخالق په نامه یو کس مشال ریډیو ته وایي چې د سیمې ځنګلونو ته د وسله وال طالبانو خلاف د پاکستانیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې زښته ډېر تاوان رسېدلی دی.

ده وویل، چې په سیمه کې ځنګلونه په ختمېدو دي چې د دې یو غټه وجه دا هم ده چې دلته لرګي د ذاتي کار لپاره په ډېره زیاته پیمانه استعمالېږي.

ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې د ځنګلونو حفاظت یقینی کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ځایي خلکو ترمخه، د سیمې په ځنګلونو کې چیړ، پلوسه، چنار، روبینیه، لاچي او له دییار علاوه یو شمېر بوټي شتون لري.

د منځنۍ کورمې ایجنسۍ مرستیال پولټیکل ایجنټ سید سیف الاسلام شاه مشال ریدیو ته وویل چې ونې او بوټي وهل یو جرم دی او که څوک هم په دې کې ککړ ونیول شو نو پر ضد به یې سخت ګام واخیستل شي.

ده وویل چې په سیمه کې دوی ځای پر ځای پاټکې جوړې کړې دي چې ورسره د لرګو د سمګلنګ مخه ونیسي.

ده دا هم وویل چې دوی هڅه کوي چې په راروان وخت کې نور نوي بوټي وکري چې سیمه په ځنګلونو ډکه کړي.

سید سیف الاسلام شاه وایي چې ځنګلونه وهل په ماحول ښه اثر نه لري نو پکار ده چې موږ ټول په شریکه د دې خیال وساتو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG