د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو ادارې د عیسوۍ ښځې د مرګ سزا پر برقراره ساتلو اندېښمن دي


د پاکستان بشري حقونو کمېشن د لاهور های کورټ پر هغې پرېکړې اندېښنه ښودلې ده چې تر مخه یې د اسلام پیغمبر سپکاوي په تور د بندي عیسوۍ ښځې د مرګ سزا برقراره ساتل شوې ده.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د لاهور های کورټ پر هغې پرېکړې اندېښنه ښودلې ده چې تر مخه یې د اسلام پیغمبر سپکاوي په تور د بندي عیسوۍ ښځې د مرګ سزا برقراره ساتل شوې ده.

د کمېشن مشرې زهرې یوسف نن له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، په پاکستان کې په داسې معاملو کې خلکو ته ځکه انصاف نه رسېږي چې عدالتونه د وېرې ښکار دي.

دې د اسیې بي بي د مقدمې پر ورووالي انتقاد وکړ او ویې ویل چې هیله لري چې سپریم کورټ به دې موضوع ته جدي کتنه وکړي.

هلته د بښنې نړیوال سازمان – ایمنسټي انټرنیشنل – د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي په اړه د لاهور های کورټ پرېکړه ((لویه بې انصافي بللې ده)).

ایمنسټي انټرنیشنل نن په خپل یوه بیان کې پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی دی چې اسیه بي بي دې ((په سمدستي توګه خوشې کړي او د دې سزا دې وبښي.))

تېره ورځ د اسیې بي بي وکیل رسنیو ته وویل، لاهور های کورټ د سزا پرېکړې پر ضد د دوی غوښتنلیک رد کړ. ده وویل، اوس به سپریم کورټ ته اپیل کوي.

د پینځو بچیو مور اسیه بي بي په ۲۰۰۹ز کال کې له یوې مسلمانې ښځې سره د لفظي شخړې پر مهال د اسلام پیغمبر د سپکاوي په تور نیول شوې وه.

له ۲۰۱۰ز کال راهیسې نوموړې د مرګ په خونه کې بندي ده.

په پاکستان کې د اسلام یا پیغمبر د سپکاوي پر جنايي قانون په نړیوال کچ تنقید کېږي. د مجازاتو په قانون کې د پیغمبر یا اسلام د سپکاوي مادې یا دفعې په ۱۹۸۰ز لسیزې کې شاملې کړل شوې.

د حقونو فعالانو پر پاکستان ټینګار کړی دی چې دا قانون دې ختم کړي ځکه چې د دوی په اند، له دې قانونه په شخصي لانجو کې ګټه اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG