شاهنواز ترکزی
باجوړ ایجنسۍ: د قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ په سلارزو تحصیل کې د شنبې په سهار د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د پاکستان د ایف سي ځواک دوه سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د باجوړ د پوليټکل انتظامې چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې دا پېښه د شنبې په سهار شاوخوا نهه بجې د ملاسید په کلی کې رامنځ ته شوې ده.
د چارواکو په وینا ، دا سرتېري هغه وخت ووژل شو چې د اوبو وړلو پر مهال یې پر موټر د سړک د غاړې بم ور وچاودی.
دا د باجوړ ایحنسۍ په سلارزو کې په دې وروستیو دريمه پېښه ده. همداراز څو ورځې وړاندی په تنګی سیمه کې د ښځينه ښوونکو (استاذانو) پر موټر په شوي برید کې درې ښوونکو وژل شوې وې.
د شنبې په سهار د شوې دې چاودنې پړه چا نده منلې.