د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان : اته پنجابي مزدوران ووژل شول


فایل فوټو
فایل فوټو

د بلوچستان د کورنيو چارو د وزارت چارواکي وايي، ددې صوبې په بلوڅ مېشته حب سیمه کې نامعلومو وسله والو اته مزدوران وژلي دي.

چارواکي وايي دخالي او اتوار په منځنۍ شپه یو شمیر وسله وال د حب په ساکران سرک د چرګانو د روزلو او خرڅلاو یو فارم ته ننوتل او یوولس تنه مزدوران یې له ځانه سره د وسلې په زور بوتلل.

د بلوچستان د صوبايي حکومت ویاند جان محمد بوليدي د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وویل، وروسته تښتونکو د یوولسو تښتول شویو مزدورانو له منځه هغه اته کسان په ډزو ووژل چې د پنجاب اوسیدونکي وو ، او بیا یې مړي د اتوار په ورځ د سرک په غاړه وغورځول.

بوليدي زیاتوي، د بلوچستان حکومت ددغې واقعې په سختو ټکيو کې غندنه کوي، او هڅه به کوي، چې ددې ذمه وارو ته به له قانون سره سمه سزا ورکړي.

XS
SM
MD
LG