د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که پاکستان د افغانستان خپلواکي ومني، ټوله سیمه به پرامنه شي'


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی

محمود خان اڅکزي وویل، چې پښتون په تاریخ کې یو پیاوړی او زورور ولس پاته شوي خو ځینې خلک یې د نوم بدولو هڅې کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی وايي، چې د پښتنو پر شتمنیو او وسایلو د پښتنو حق د هغوی انساني او قانوني حق دی او که چیرې پاکستان، افغانستان د یو خپلواکه هېواد په توګه ومني نو په سیمه کې امنیت پر ځای کېدای شي.

د اتوار پر ورځ د سوات په مېنګوره ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوې سیاسي غونډې د وینا پر وخت محمودخان اڅکزي وویل چې پر پښتنو چې د انګرېزانو په ګډون هر چا لیکنې کړې دي یوه هم دا نه دي لیکلي چې پښتانه په تاریخ کې کله هم فرقه پرست یا ترهه ګر نه دي پاتې شوي.

'که پاکستان د افغانستان خپلواکي ومني ټوله سیمه به پرامنه شي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

محمود خان اڅکزي وویل، چې پښتون په تاریخ کې یو پیاوړی او زورور ولس پاته شوي خو ځینې خلک یې د نوم بدولو هڅې کوي.

نوموړي وویل، چې پښتنو تر خپلمنځ هم ډېرې بدۍ او دښمنۍ کړې دي خو کله یې هم د خپل وژل شوي دښمن سر نه دی پرېکړی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، چې په پاکستان کې یو لوی اکثریت پښتانه دي، او د دوی پر شتمنو او وسایلو به لومړی حق د دوی وي.

(د پښتونخوا وطن یو لاک پنځوست زره مربع میله ځمکه نه چا موږ ته په خیرات کې راکړې ده، نه چا په زکات کې راکړې ده، دا خاوره د پښتنو د نامالومو او مالو لکونو پښتنو په سرښیندنه ساتل شوې او دا پر موږ پور ده چې د خپل وطن واک او اختیار په جوړه جاړه په تنظیم وکړو او که موږ لږ منظم شو، دا کار موږ کولای شو. خېبر پښتونخوا، منځنۍ پښتونخوا فاټا» جنوبي پښتونخوا« د بلوچستان شمال» اټک او میاوالي، د دې وطن نعمتونه بې حسابه دي. د دنیا په هر قانون، د قرآن کریم په قانون، د ملګرو ملتونو په قانون، په انساني قانون، پر دې باندې زموږ د بچیانو حق مقدم او مقدس دی. او دا حق به غواړو.)

نوموړي زیاته کړه چې د سیمې ټولو هېوادونو ته د امینت پرځای کولو لپاره په شریکه کار پکار دی.

ښاغلي اڅکزي وویل، چې افغانستان و پاکستان ته هېڅ زیان نه دی رسولی، او پښتانه چې کومې غوښتنې لري، پاکستان یې باید ومني.

(افغانستان یوه خبره غواړي چې پاکستان، ایران او ګاونډي هېوادونه به د افغانستان استقلال تسلیموي. چې دا یو ازاد دولت دی، اوس چې یو بداعتمادي راغلې ده، دا زه هسې یو ځاني خبره کوم، امریکايي پوځونه هلته موجود دي، چین زموږ یو لوی ګاونډی هېواد دی، له هندوستان سره خو پاکستان په جګړه کې دی، نو د چین، امریکا او ایران په مخې کې دا خبره په اسانه کېدلای شي، چې پاکستان دولت دا خبره ورسره وکړي چې دوی د افغانستان استقلال او ازادي مني.)

محمود خان اڅکزي وویل، که پاکستان دولت یو خپلواک افغانستان ومني، نو له دې سره به دې سیمې او پاکستان ته هم ډېره ګټه ورسېږي.

XS
SM
MD
LG