د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو د بیاودانۍ کارونه څنګه پر مخ ځي؟


د پاکستان د سرحدي سیمو او ریاستونو (سیفران) وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله زېربنا یا انفراسټرکچر وران شوی دی او دا چې هلته باید هر څه له سره جوړ کړل شي.

د پاکستان د سرحدي سیمو او ریاستونو (سیفران) وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله زېربنا یا انفراسټرکچر وران شوی دی او دا چې هلته باید هر څه له سره جوړ کړل شي.

له بي بي سي سره د ځانګړې مرکې پر مهال بلوڅ ویلي، حکومت پرېکړه کړې ده چې له نړیوالو مالیاتي ادارو د شاوخوا ۱۵۰ اربه پاکستانیو روپیو مرسته وغواړي چې په شمالي وزیرستان کې د بیا ودانۍ کارونه تر سره کړي.

تر شمالي وزیرستان مخکې په جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، مومندو، خیبر او سوات کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات شوي دي. پوښتنه دا ده چې حکومت په هغو سیمو کې د بیا ودانۍ او بیا رغاونې کارونه تر اوسه په څه ډول پر مخ بیولي دي؟

د خیبر پښتونخوا پخوانی ګورنر انجینر شوکت الله د باجوړ په مثال ورکولو وايي چې هلته یوازې ۱۰ زره کورنیو ته د کورونو د بیا ودانۍ لپاره پیسې ورکړل شوې دي:

((د چا چې کورونه وران شوي ول، د هغوی تعداد خو ډېر وو خو ۱۰ زره [کورنیو ته] په دې کې موږ څلور نیم لکه روپۍ هغو [کورنیو ته ورکړې چې کورونه یې په بشپړه توګه وران شوي ول] او د چا چې کورونه [په جزوي توګه ړنګ کړل] شوي ول نو هغوی ته مو یو لک او ۶۰ زره روپۍ ورکړې وې. دا صرف په باجوړ کې [ورکړل] شوې وې او دا د کورونو وې، پوره [مرسته او اسانتیاوې] هېڅ کله هم نه دي ورکړل شوې.))

انجینر شوکت الله وايي، دی چې کله ګورنر وو نو د خپل کار په موده کې یې یوازې دا وکړای شول چې د ناورینونو انتظام د قبایلي سیمو او صوبايي ادارو په مرسته یې سروې ګانې وکړي او کار یې پیل کړ.

د ده په خبره، اوس په قبایلي سیمو کې د انفراسټرکچر د بیا ودانۍ کارونه ورو روان دي:

((د هغې لپاره مو د [ناورینونو انتظام] صوبايي او د قبایلي سیمو ادارو په [ذریعه] یو سېسټم جوړ کړ، هغه سېسټم جوړ دی، برابر دی خو پر هغې باید کار وشي. کوم انفراسټکچر چې دی لکه سړکونه چې خراب شوي، هغه د [کلني پرمختیايي پروګرام یا اې ډي پي] تر مخه کېږي، یا کوم سکولونه چې تباه شوي د هغو [د بیا ودانۍ] عمل هم ډېر [ورو] دی.))

له کورمې اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی ساجد حسین توری په خپله سیمه کې تر عملیاتو وروسته د بیا ودانۍ او بیا رغاونې له کاره مطمین نه ښکاري:

((مخکې موږ ته دوه اربه روپۍ راکړل شوې وې. هغه [پیسې مو خلکو ته ورکړې] او هغوی کارونه شروع کړل، خو [اوس] چا ته دویم [ځل پیسې] نه دي ورکړل شوي، د هغو کسانو [چې پیسې یې] پاتې دي، هغه تر اوسه [حکومت نه دي جاري کړې.] له دې موږ مطمین نه یو، په کومې طریقې چې [د بیا وداني او بیا رغاونه] پکار ده، له هغه سېسټم سره روانه نه ده.))

ساجد حسین توری وايي، د بیا ودانۍ کارونه د پولیټیکل انتظامیو په ذریعه حکومت کوي او د قبایلي سیمو لپاره د ناورینونو انتظام اداره د بې کوره کړل شويو مرسته کوي:

((دا کار پولیټیکل انتظامیه کوي، مطلب دا چې موږ ته [پخواني] وزیراعظم [یوسف رضا] ګېلاني پیکېج راکړی وو نو د پوليټیکل انتظامیې کار وو. [په قبايلي سیمو کې د ناورینونو انتظام اداره، اېف ډي اېم اې] د بې کوره کړل شویو خیال ساتي. د پوځ په دې عمل کې هېڅ کار نشته.))

د خیبر پښتونخوا پخوانی ګورنر انجینر شوکت الله زیاتوي، تر اوسه چې په قبایلي سیمو کې د انفراسټرکچر د بیا ودانۍ څومره کار شوی دی، په هغه کې زیاتره د بهرنیو مرستندویه ادارو په مرستو بشپړ کړل شوی دی:

((دا د بهر امداد هم پکې دی. دا کوم [کارونه چې شوي دي] دا زیاتره د بهر په امداد شوي دي.))

پر دې موضوع مو د نورو مالوماتو لپاره د قبایلي سیمو لپاره د ناورینونو انتظام ادارې له چارواکو سره رابطه وکړه خو پر وخت راکولو سربېره خبرو ته حاضر نه شول.

XS
SM
MD
LG