د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر پړدې شا ته ډلې د ایران - پاکستان ترینګلتیا راپاروي


د ۲۰۱۶م کال د اپرېل پر ۶ مه نېټه پاکستانۍ غاړې ته سني تندلارو څلور ایراني سرتېري تر دوو میاشتو برمته کړي ول.
د ۲۰۱۶م کال د اپرېل پر ۶ مه نېټه پاکستانۍ غاړې ته سني تندلارو څلور ایراني سرتېري تر دوو میاشتو برمته کړي ول.

شهزاده ذوالفقار وايي تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې کېدی شي په بلوچستان کې له روان حالاتو ځینې نړيوال قوتونه ګټه پورته کړي او دارنګ سني شیيعه فسادات راپورته کړي

کارپوهان وايي، د پاکستان او ايران ترمنځ د روان کړکېچ اصل وجه جندالله ډله ده چې په يادو دواړو هېوادونو کې شتون لري او په بلوچستان صوبه کې په بلوڅ آزادۍ غوښتونکو او د ايران په بارډر ګارډ باندې بريدونه کوي.

ايران تور لګوي چې په بلوڅ آزادۍ غوښتونکو بريدونه د پاکستاني رياست په ګټه دي نو ځکه پاکستاني رياست د يادې وسلوالې ډلې مرسته کوي خو د پاکستاني وزيرعظم د بهرنيو چارو سلاکار د دوشنبې پر ورځ ويلي ول چې خپله خاوره به د هېڅ بل یوه هېواد خلاف استعمالیدو ته نه پرېږدي.

د پاکستان او ايران ترمنځ د روان کړکيچ څو ورځې وړاندې د ايران بهرنيوو چارو وزارت په تهران کې د پاکستان سفير ورغوښتی وو او د ايران سيستان- بلوچستان ولايت ته يې د ترهرګرو او وسلوالو ياغيانو د ورتګ مخنيوي غوښتنه ترې کړې وه. تر د دې یوه ورځ وړاندې په همدې تړاو پاکستان په اسلام اباد کې د ايران سفير څخه په دې اړه وضاحت غوښتی وو.

په کوټه کې خبريال او د سياسي چارو څيړونکی شهزاده ذوالفقار وايي، د ايران دولت مخالفه سختدريځه وسلوال د بلوچستان په نورو برخو او په خاصه توګه مکران سيمه کې بلوڅ ځوانان د سختدريځۍ پر لور اړوي او له ځان سره يي ملګري کوي او دارنګ بيا هغوی په بلوڅ بيلتون غوښتونکو او دارنګ د پولې پورې غاړې پر ايراني امنيتي سرتيرو بريدونه کوي، د ده په خبره په بلوڅ آزادۍ غوښتونکو بريدونه د پاکستاني رياست په ګټه دي نو ځکه ايران دا تورونه لګوي چې پاکستاني رياست د يادو سختدريزه وسلوالو ډلو مرسته کوي:

شهزاده ذوالفقار وايي تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې کېدی شي په بلوچستان کې له روان حالاتو ځینې نړيوال قوتونه ګټه پورته کړي او دارنګ سني شیيعه فسادات راپورته کړي کوم چې به نه يواځې د ايران بلکې د پاکستان لپاره هم خطرناک وي. دی وايي بايد چې ايران او پاکستان سره کښنې او د يو بل ګيلې ختمې کړي ګنې د ده په خبره د اسلام اباد او تهران ترمنځ د کړکيچ له وجې به ډير تاوان د بلوچستان خلکو ته ورسيږي او دارنګ بيا هرڅوک کولی شي چې دغه خلک د پاکستان او ايران خلاف د خپلو ګټو لپاره وکاره وي:

بلخوا د مشال راډيو د ايران څانګې خبريال او سيمه ايزو چارو کارپو راد شهيدي وايي د جندالله ډلې لخوا پر ايراني سیکیورټي ګارډ د بريدونو له وجې د اسلام اباد او ايران ترمنځ کړکېچ روان دی. د ده په خبره د يادې ډلې وسلوال چې په اسانه د پاکستان او ايران ترمنځ د پولې دواړو غاړو ته په بلوڅو سيمو کې پټېدی شي، د پاکستان او ايران دواړو لپاره د دی ختمول ګران دي:

((په اصل کې د يو څو کلونو راهيسې ايران پر پاکستان تور لګوي چې په خپله زمکه يې ترهه ګرو ډلو او په خاصه توګه جندالله ته پټنځايونه ورکړي دي. جندالله چې په پاکستان او ايران دواړو هيوادونو کې شتون لري د ايران په پولو کې عمليات کوي. ايران دا تور هم لګوي چې پاکستان په هغو مجرمينو سترګې پټې کړې دي يا يې ځايونه ورکړي دي کوم چې ايران ته په آزادۍ سره اوړي)

راد شهيدي وايي، د ايران لخوا پاکستان ته وسلوالو پسې د ننوتو دړکې سنجیده نه دي او دارنګ دا مهال ايران نه غواړي چې له پاکستان سره جنګ وکړي خو د ده په خبره که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پولو د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونه نيول شي او د اسلام اباد او تهران ترمنځ دا کړکېچ روان وي نو په راتلونکې کې به يې نتيجې ډيرې خطرناکې وي.

XS
SM
MD
LG