د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کورمې ایجنسۍ د سړې چینې پر خوړ دې پل جوړ کړل شي'


د پښتونخوا په چارسده کې پر یوه خوړ د لرګو پل
د پښتونخوا په چارسده کې پر یوه خوړ د لرګو پل

د تیندو او د ټنډورۍ ترمینځ د سړې چینې پر خوړ له علي شېرزو علاوه د زمشت مناتو او د اورکزو ایجنسۍ ماموزو ته هم لار تللې ده.

په قباییلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې د علي شېرزو سیمې اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د سړې چینې پر خوړ دې د ګادو لپاره پل جوړ کړي.

د دوی په خبره، د تیندو او د ټنډورۍ ترمینځ پر دې خوړ له علي شېرزو علاوه د زمشت مناتو او د اورکزو ایجنسۍ ماموزو ته هم لار تللې ده.

ځایي اوسېدونکي وایي، چې په سیمه کې کله هم بارانونه وشي نو پر خوړ د پله نه لرلو له کبله یې لاره بنده شي.

د سړې چینې خوړ د کال په ټولو وختونو او په خصوصي توګه باراني موسمونو کې ډیرې اوبه لري.

د رحیم په نامه د سیمې یوه کس مشال راډیو ته وویل چې دوی د سېلاوونو پر وخت له ګڼو ستونزو سره مخامخېږي.

ده وویل، چې حکومت دې پر خوړ د پله جوړولو خپله ژمنه پوره کړي.

د منځنۍ کورمې ایجنسۍ د انتظامیې مشر چارواکي، مرستیال پولیټیکل ایجنټ سیف الاسلام شاه مشال راډیو ته وویل چې حکومت ورته یو پرمختیايي پانګه منظوره کړېده او هڅه کوي د دغې پانګې په پیسو د سیمې خلکو د تګ را تګ ستونزې هوارې کړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG