د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: باړه کې له نښتو او پوځي عملیاتو خلک کډې باروي


د خېبر په باړه کې له تازه نښتو امنیتي سرتیري او وسله وال مړه او ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

د خېبر په باړه کې له تازه نښتو امنیتي سرتیري او وسله وال مړه او ژوبل

له تېرو څو ورځو راهیسې د کرفیو او لارو بندېدو باوجود له باړې تر پیښوره د بټه تل پر لاره په سلګونه خلک راروان دي او خپل کورونه یې پرېښي دي.

د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي، چې بېګا د باړې په سپاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځه په نښته کې درې امنیتي سرتیري وژل شوي دي او ۱۰ ژوبل دي. او درې وسلوال ووژل شول او څلور ژوبل شوي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د خېبر ایجنسې پولیټیکل او پوځي چارواکو مشال راډیو ته وویل: «بېګا شپه د باړې په سپاه سیمه کې امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې شریکو سرتېرو لپاره ځیره وړله چې وسله والو پرې برید وکړ. له دې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه ونښتله چې تر ډېره وخته یې دوام درلو»

د لشکر اسلام وسلوالې ډلې مشر منګل باغ مشال ریډیو ته په ټيليفوني خبرو کې ادعا وکړه چې په نښته کې یې د لس تنه امنیتي سرتېري وژلي، او د هغوی دوه ټینکونه او ځینې ګاډي یې هم ویجاړ کړي دي. خو پوځ دغه ادعاوې ردوي.

بلخوا د خېبر سرکاري چارواکي او ځایي خلک وایي بېګا شپه د باړې په بیلا بیلو برخو کې پر کورونو د توپ ګولې راپرېوتې چې لږترلږه څلور ولسي وګړي یې وژلي دي. او نژدې پینځلس نور ژوبل دي،چې میرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي»

دوی وایی چې ((په دې کې یوه ګوله په شلوبر کې د عمر ګل نومي تن پر کور راپرېوته چې دوه ماشومان پکې ووژل شول. په یوسف تالاب کې یوه ګولۍ د علي اکبر په کور راپرېوته چې څلور مېرمنې او دوه ماشومان پکې ژوبل شول. او یوه ګولۍ په منډۍکس کې پر یوه جماعت راپرېوته چې دوه لمونځکونکي پکې ووژل شول او درې ژوبل شول. یوه ګوله په سپین قبر کې د ګل حکیم په کور راپرېوته چې یوه میرمن پکې ژوبل شوه. د شېر رحمان په کور کې هم یوه مېرمن ژوبله شوه. یوه ګولۍ د حکیم شاه پر کور راپرېوته چې یو ماشوم پکې ژوبل شو، او داسې د ګلفام او سیدان شاه پر کورنو هم د ګولې له لګېدو درې تنه ژوبل شول))

همدا راز له تېرو څو ورځو راهیسې د کرفیو او لارو بندېدو باوجود له باړې تر پیښوره د بټه تل پر لاره په سلګونه خلک راروان دي او خپل کورونه یې پرېښي دي.

په پیښور بټه تل سیمه کې د باړې له سپن قبره بې کوره شوی تن حاجي ګل اپرېدي مشال راډیو ته وویل، «په کورونو باندې مو مارټر ګولې راپرېوتې نو ځکه مو دغه سیمه پرېښوده. حالات ډېر خراب وو، د اکا خېلو په لیاره پیاده راغلو میرمنې او ماشومان هم راسره دي او ګورو چې خپل خپلوانو کره ولاړ شو، تېره ورځ هم پر یو کور د توپ ګوله راپرېوته چې میرمنې او ماشومان پکې ووژل شول))

ښایي د تیرې ورځې په پېښو کې د وژل شویو او ژوبل شویو ولسي وګړو شمېره زیاته وي ځکه چې په سیمه کې د ګرځبندیز له امله ژوبل شوي تنان ډېر په مشکله روغتونونو ته رسول کېږي او د کره معلوماتو په تر لاسه کولو کې هم مشکلات دي.

او نن یوازې سپاه سیمې خلکو ته د امنیتي ځواکونو له خوا ویل شوي دي چې دغه سیمه دې خالي کړي، چې دلته ځایي خلکو ته نور زیان و نه رسي.

او امنیتي ځواکونو او وسلوالو په یو بل د ولسي وګړو په نښه کولو تورونه لګولي دي.

یاده دې وي چې امنیتي ځواکونو د روانې میاشتې له شپاړلسمې نیټې د خیبر ایجنسۍ په تیرا او باړه کې د وسلوالو پر ضد د خیبر یو په نامه تازه پوځي عملیات پیل کړي دي......

XS
SM
MD
LG