د لاسرسي ځای

تازه خبر

شارجه کې ملاله جشن، پر خپلو ماشومانو تعلیم وکړئ


نظار یوسفزی په شارجه کې ملاله جشن برخوالو ته وینا کوي
نظار یوسفزی په شارجه کې ملاله جشن برخوالو ته وینا کوي

بېګا په متحده عرب اماراتو کې د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ویاړ غونډه او جشن وشو.

د عرب اماراتو په شارجه کې ملالې جشن منتظم نظار یوسفزي نن د جمعې ورځ مشال راډيو ته وویل، په غونډه کې په اماراتو کې د ټولو ادبي او ولسي ټولنو غړو او هلته مېشتو ګڼو پښتنو برخه واخیسته.

جشن ته په استولي غږیز پیغام کې ملالې یوسفزۍ پر بهر مېشتو افغانانو او پښتنو غږ وکړ چې د خپلو بچیو تعلیم ته لومړیتوب ورکړي.

شارجه کې ملاله جشن لمانځل کېږي. ۲۳م اکتوبر ۲۰۱۴
شارجه کې ملاله جشن لمانځل کېږي. ۲۳م اکتوبر ۲۰۱۴

نظار یوسفزي زیاته کړه چې بېګانۍ غونډې ته پښتنې ښځې او نجونه هم په لومړي ځل ورغلې وې. دی وايي، چې بله ښه خبره دا وه چې په عرب اماراتو کې د پښتو چې څومره ټولنې دي هغوی ټولو د ملالې جشن کې برخه واخیستله.

شارجه کې ملاله جشن
شارجه کې ملاله جشن

دې جشن غونډې ته، ملالې یوسفزۍ برخوالو ته په خپل پیغام کې وویل، چې تاس ټول به په لاس پورته کولو سره دا ژمنه کوئ چې نه یوازې به د خپلې کورنۍ ماشومان سکولونو ته لېږئ بلکې ستاسو په چم ګاونډ کې به هم د ماشومانو پلرونه هڅوئ چې هغوی پر خپلو لوڼو او زامنو تعلیم وکړي.

ملالې وویل، چې «د تعلیم ودې لپاره یې په ټوله نړۍ کې هڅې روانې کړي او دا به تر خپله وسه وسه انې ټکې یا پیسې راټولوم چې د پښتنو ټولو ماشومانو ته د ښه زدکړو ورکولو بندوبست وکړي، او هغوی ټول سکولونو ته ولېږي. له دنیا سره د سیالۍ او خپل قام له تیارو رااېستلو یوازنۍ لاره تعلیم او بس تعلیم دی.

د ملالې پلار ضیاء الدین یوسفزي هم په خپل پیغام کې وویل چې دی ټولو پښتنو ته خواست کوي چې خپل ماشومان له تیارو او جنګونو راوباسي او تعلیم ته یې مخه کړي.

XS
SM
MD
LG