د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر عملیات: نور کابل ته کډه کېږو، دلته هره ورځ سپکېږو


د خیبر ایجنسې پولیټیکل چارواکي وايي، تر اوسه خوا وشا درې زره کورنۍ پېښور ته کډه شوې دي
د خیبر ایجنسې پولیټیکل چارواکي وايي، تر اوسه خوا وشا درې زره کورنۍ پېښور ته کډه شوې دي

له تیرا بې کوره شوی یو تن وارث اپرېدي »په تیرا اکا خیلو کې مو پنا واخیسته، هلته مو یو څه خپلوان ول، هلته هم بمبارې شورو شوله دا دې دلته باړې ته راغلو، دلته هم بمباري شورو شوله اوس نو بس پیښور ته ځو«

د خیبر ایجنسې په تیرا اکا خیلو او باړه کې د وسلوالو پرضد روانو پوځي عملیاتو له امله په زرګونه خلکو دغه سیمې پریښي دي.

د خیبر ایجنسې د پولیټیکل ایجنټ په دفتر کې د کنټرول روم نه تر لاسه شوو شمیرو ترمخه تر اوسه دغو سیمو نه خوا وشا درې زره کورنۍ پېښور ته کډه شوې دي، او دغه خلک د اورکزو ایجنسۍ، علی مسجد لاله کنډو، بټه تل، او پشتخرې پر لار پېښور ته ځانونه رسوي.

له تیرا بې کوره شوی یو تن وارث اپرېدي په تیرا او باړه کې د موجوده حالاتو او ستونځو په باب مشال راډيو ته وویل:

»په تیرا اکا خیلو کې مو پنا واخیسته، هلته مو یو څه خپلوان ول، هلته هم بمبارې شورو شوله دا دې دلته باړې ته راغلو، دلته هم بمباري شورو شوله اوس نو بس پیښور ته ځو، اوس مې هغه خپلو خپلوانو ته وویل چې کابل ته به ولاړ شو، دلته مو سرپناه نشته، نه پوهیږو چې چېرته ولاړ شو، دلته زموږ خدمت نشته، زموږ عزت نشته، دلته زموږ پوښتنه نه کېږي. خو بس بمباري ده. زخمي دی، مړی دی او بچۍ رغړوو، رارغړوو، پلار مو مري، چې پلار راوړو ښځه مو مري، چې ښځه راوړو، اوبه پرې تېروو. موږ څه شی وکړو. د کورنې غړي مو بې ګناه وژل کیږي«

د شپیتو کالو یو مشر عبدالرحمان اپریدي هم له تیرا اکاخېلو بې کوره شوی دی او وایي چې، «له تیرا په اووه زره روپۍ په ګاډي کې راغلو، کورونه مو وسوځول شول، ډېر له تکلیف سره مخامخ شو، نه مو چای څښلی دی او نه مو خوراک کړی، زما د غوزانو دکان وو، ډک رانه پاتې شو، حکومت ته پکار ده چې مرسته مو وکړي»

د باړې پولیټیکل تحصیلدار خالد خان وایي چې «موږ دغو کډوالو لپاره قبایلی سیمو د قدرتي افتوونو دنظم ادارې (ایف ډی ایم ایې) په مرسته د باړې او پیښور پر پوله دوه مرکزونه جوړ کړي دي خو یوازې هغه خلک به راجسټر کوو چې مخکې یې رجسټریشن نه وي شوی دا ځکه چې په دې کې ځینې بې کوره شوي خلک څه موده مخکې په خپله خوښه تیرا او باړې ته تللي ول او اوس بیا بې کوره شول چې دا دوه ځل رجسټر نشي، او چې کوم خلک حقدار دي هغوی ته په دې مرکزونو کې تیار خواړه، بسکټ، اوبه او شربتونه ورکوو، او تر جلوزو کډوالو کېمپ پورې کرایه هم ورکوو»

یاده دې وي د خیبر ایجنسې په تیرا او باړه کې له تیرو پینځو کالو راهیسې په بیا بیا پوځي عملیات شوي دي خو د روانې میاشتې له شپاړلسمې نیټې دلته د وسلوالو پرضد د خیبر یو په نامه تازه پوځي عملیات دوام لري، چې پکې امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځه په نښتو کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده او ولسي وګړو ته هم پکې مالي او ځانی زیانونه اوښتي دي....

XS
SM
MD
LG