د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د وزیرستان د ماشومان لپاره ښوونځي جوړ کړل


د افغان حکومت له خوا د وزیرستان بې کوره شوو ماشومانو ته جوړ کړل شوی ښوونځی
د افغان حکومت له خوا د وزیرستان بې کوره شوو ماشومانو ته جوړ کړل شوی ښوونځی

د افغانستان د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې دې ولایت ته د ورکډه شوو په زرګونو وزیرستانیو ماشومانو او تنکیو زلمیو ته یې د زده کړو اسانتیاوي برابرې کړې دي.

نجیب الله الوخېل

خوست: د افغانستان د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې دې ولایت ته د ورکډه شوو په زرګونو وزیرستانیو ماشومانو او تنکیو زلمیو ته یې د زده کړو اسانتیاوي برابرې کړې دي.

دا افغان چارواکي وايي چې د یاد ولایت په ارګون او برمل ولسوالیو کې یې د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د راکډه شویو کورنیو د ماشومانو لپاره ۶۰ بابه ګرځنده ښوونځي جوړ کړي.

د دوی په وینا ، دا ښوونځي یې د دې لپاره جوړ کړي دي چې د وزیرستان دا بې کوره کړل شوي ماشومان د تعلیم او زده کړو له نعمته بې برخې نه شي.

د پکتیکا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي مشال راډیو ته وویل، چې افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي لارښوونه کړې ده، تر څو په هغه ټولو سیمو کې کډوالو ماشومانو ته د زده کړو زمینې برابرې شي، چې اوسمهال په کې وزیرستانیو کډوالو اړولي دي، نو د دوی د لارښوونې سره سم په پکتیکا کې د کډوالو له پاره عملاً ګرځنده ښوونځي جوړ شول.

دده په وینا د یادو ښوونځیو له پاره د خیمو او قرطاسیې مرسته د یونیسیف موسسې له لوري ورسره شوي او د ښوونکو معاش د پوهني وزارت د بودیجې څخه ورکول کیږي:

ده وویل ، ًد پکتیکا ولایت په ارګون او برمل ولسوالیو کې د مهاجرینو وروڼو له پاره چې د شمالي وزیرستانه راکډوال شوي دي، او دلته پکتیکا ته راغلي دي، دوی له پاره موږ تر شپیتو پورې ښوونځي ورته فعال کړي دي، ښوونکي مو په دندو ورته ګمارلي دي، د یونسیف نړیوالې موسسې څخه هم مننه کوو، چې د قرطاسیې او خیمو په برخه کې يې زموږه سره مرسته کړې ده، موږ ژمن یو چې د پکتیکا هرې سیمې ته چې کډوال وروڼه راغلي دي، د هغوی له پاره به موږ د تعلیم او زده کړو خدمات وړاندې کووً.

د پکتیکا د پوهنې رئیس زیاتوي، چې د ښوونځیو ښوونکي یې هم په خپله د متاثیرنو له منځه ټاکلي او د قومي مشرانو په مشوره یې په یادو ښوونځیو کي د پاکستاني نصاب د تدریسولو اجازه ورکړې ده.

د ځاځي په وینا په دغو (۶۰) ښوونځیو کي به خواوشا (۳۰۰۰) تنه زده کوونکي زده کړه کوي او که اړتیا پېښه شوه، دوی ته به نور ښوونځي هم جوړ کړي.

د زده کوونکو د کورنیو غړو هم د یادو ښوونځیو د پرانیستلو څخه خوښي څرګندوله.

د اختر ایوب په نامه یو کډوال وویل ، ً زه د شمالي وزیرستان د میرانشاه د داوړو قوم سره تعلق لرم، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ماغې کې موږ اوسیږو، موږ د افغانستان د تعلیم وزارت نه ډېر خوشاله یو، چې موږ ته يې سکولونه راکړل، تر څو په دې ښوونځیو کې زموږ ماشومان تعلیم وکړي او وخت يې ضایع نه شيً.

ارګون ولسوالی ته راکډه شوي دوه تنه زده کوونکي، چې د درس ویلو له پاره ښوونځي ته راغلي، دوی له پاره د ښوونځیو جوړولو ته خوښ ول.

په برمل ولسوالی کي د راکډه شویو کورنیو قومي مشر حاجي ریشه جان هم له افغان دولت څخه خوښ دی او وايي چې خوشاله یم چې د نورو مرستو ترڅنګ د دوی ماشومانو ته د زده کړي زمینه هم مساعده شوه.

یاده دي وي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له لوري د عملیاتو تر پیلیدو وروسته په زرګونه کورنۍ د افغانستان خوست ته خو څلور زره نورې کورنۍ بیا د پکتیکا ارګون او برمل ولسوالیو ته راکډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG