د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د فوټبال ټورنمېنټ پای لوبه


په ننګرهار کې د فوټبال د ليګ ټيمونو تر منځ خزاني ټورنمېنټ پای ته ورسيدو. د دغه ټورنمېڼټ پایلوبه يا فاينل د ننګرهار کلب او پيداګوژي ټيمونو تر منځ وشوه چې د پيدا ګوژي ټيم وتوانيدو چې د يوه ګول په وهلو سره د ټورنمنټ کپ تر لاسه کړي.

په ننګرهار کې د فوټبال د ليګ ټيمونو تر منځ خزاني ټورنمېنټ پای ته ورسيدو. د دغه ټورنمېڼټ پایلوبه يا فاينل د ننګرهار کلب او پيداګوژي ټيمونو تر منځ وشوه چې د پيدا ګوژي ټيم وتوانيدو چې د يوه ګول په وهلو سره د ټورنمنټ کپ تر لاسه کړي.

د فوټبال د خزاني سياليو دغه لوبې چې څه موده وړاندې د جلال اباد ښار د ليګ يا لوړو لسو ټيمونو تر منځ د ننګرهار د فوټبال فيدراسيون له لورې پيل شوې وې، د تيرې جمعې پر ورځ پای ته ورسيدې.

په دې اړه د ننګرهار د فوټبال د فيدراسيون مشر شاهد الله وفا د ټورنمنټ په اخر کې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« د لس ټيمونو تر منځ لوبې وې، دغه اخيرنۍ لوبه د پيداګوژي او ننګرهار کلب ټیمونو تر منځ د فاینل لوبه وه. د پيداګوژي ټيم اول مقام لاسته راوړو چې د يوه ګول په وهلو سره يې دا سیالي خپله کړه.»

په دې ټورنمنټ کې يو تن لوبغاړي شفيق الله ایوبي ته چې د ننګرهار کلب د ټيم غړی و، د غوره ګول وهونکي کپ هم ورکړل، نوموړي مشال راډیو سره په خبرو کې وويل:


« د غوره ګول ووهونکی کپ يې ماته راکړو. په اوه مسابقو کې مې اوه ګوله وهلي وو. د خزاني مقابلو غوره ګول وهونکي زه شوم. او په دې مسابقو کې موږ زموږ ټيم دویم مقام هم تر لاسه کړو.»



د ټورنمنټ دغې پایلوبې ته په سلګونو تنه ننداره چيان هم ورغلي ول، يو تن چې اوږده کلونه يې د فوټبال لوبه کړې او اوس يې نندارې ته راغلی و، مشال راډیو سره په خبرو کې ځوانان ورزش کولو ته راوبلل:


« زه عرت الله فاتح يم، ديرش کاله مې فوټبال کړی دی، ورزش مې کړی دی، پينځه څلويښت کلونو ته مې عمر رسيږي، زه اوس هم حتی دا ګمان کوم چې که زه اوس هم په لوبه کې داخل شم، شاید د ټولو ځوانانو څخه به ښه لوبه وکړم. دا ټول د ورزش برکت دی. هغو ځوانانو ته چې خوشې وخت تيروي، هغوی ته زما غږ دی چې ورزش وکړي، تر څو وکولای شوو چې يو سالم شخص جامعې ( ټولنې) ته وړاندې کړو.»

د فوټبال يو شمير لوبغاړو شکایت کوي چې د ښو لوبغاړو په لرلو سره هم د ننګرهار د فوټبال فيدراسيون په دې نه دی توانیدلی چې ملي ټيم ته ښه ترینه لوبغاړي غوره شي.

خو د ننګرهار د فوټبال فیدراسيون مشر شاهدالله وفا وايي چې سږکال به په دې وتوانيږي چې ملي ټيم ته څو تنه لوبغاړي وروپيژني.


ياده دې وي چې ننګرهار د ټول افغانستان په کچه د فوټبال د ليګ ټيمونو په دريم مقام لري خو تر اوسه د افغانستان په ملي ټيم کې يو تن هم له ننګرهار څخه نه دی اخيستل شوی. خو د فيدراسیون چارواکي وايي چې سږکال به د فوټبال په ولایتي سياليو کې هڅه وکړي چې د وړتیا په بنیاد يو شمير ځوان لوبغاړي ملي ټيم ته وروپيژني.

XS
SM
MD
LG