د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: اولس بندیان په روغتون کې داخل کړل شو


سوات
سوات

د خیبر پښتونخوا په سوات کې له هغو بندیانو څخه اولس د سیدو شریف په روغتون کې داخل کړی شوي دي چې پاکستاني پوځ د ترهګرۍ په تور نیولي دي.

نیاز احمد خان

سوات: د خیبر پښتونخوا په سوات کې له هغو بندیانو څخه اولس د سیدو شریف په روغتون کې داخل کړی شوي دي چې پاکستاني پوځ د ترهګرۍ په تور نیولي دي.

په سوات کې د پوځ ویاند کرنل عاقل ملک ویلي چې دا کسان نن سهار له هغه وروسته په روغتون کې داخل کړل شو چې په چای کې یې زهرجن شیان خوړلي دي.

کرنل عاقل ملک وايي چې دا کسان د ترهګرۍ په یو شمېر مقدمو کې حکومت ته مطلوب وو او اوس مهال د پولیسو په ولقه کې وو.

د سیدو شریف د روغتون مشر ډاکټر شاه دوران وايي چې اولس کسان په داسې حالت کې وروړل شوي دي چې د خېټې په ناروغي اخته وو او اوس یې درملنه روانه ده.

ډاکټر شاه دوران وویل چې د دې اولس ناروغانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

پاکستاني پوځ د سیدو شریف په روغتون کې هم دا ناروغان تر کلکه څارنه لاندې ساتلي دي او د خبریالانو په ګډون هیڅوک نه ور پرېږدي.

XS
SM
MD
LG