د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا: د برېښنا نشتوالي د اقتصادي ودې مخه نیولې ده


د افغانستان د پکتیا ولایت نقشه
د افغانستان د پکتیا ولایت نقشه

د افغانستان د پکتيا ولایت اوسېدونکي شکايت کوي چې د طالبانو له حکومته وروسته يې تر دې مهاله په ژوند کې د پرمختګ خاص بدلون نه دی محسوس کړی.

داود تپان

ګردیز: د افغانستان د پکتيا ولایت اوسېدونکي شکايت کوي چې د طالبانو له حکومته وروسته يې تر دې مهاله په ژوند کې د پرمختګ خاص بدلون نه دی محسوس کړی.

دوی وايي چې د دوی لويه اړتيا د برېښنا ستونزه هوارول وو، خو اوس هم هغه د ۱۵ کاله مخکې په څېر جرنېټرونه کاروي او هېڅ ډول حکومتي برېښنا نه لري.

دوی وايي په ښار کې به حکومتي برېښنا وي خو د بيو د لوړوالي له امله يې د حکومتي برېښنا لينونه بېرته پرې کړي او نه يې کاروي.

د برېښنا د څرنګوالي او څومروالي په اړه د پکتيا د څو اوسېدونکو نظرونه.

”زه محمد عمر د پکتيا په مرکز ګردېز کې دوکان لرم، برق نه درک نه لږيږي، د پکتياولايت برقونه نه شته، دوی وايي نن راځي، سبا راځي او تر اوسه پورې برق نشته، هسې وعدې کوي او موږ يې په تمه يو“

”زه ګلستان خياط يم، ګردېز کې مې دوکان دی، د برق په اړه خو په پکتيا کې وضعيت دومره خراب دی، چې ټول کارونه نيمګړي دي، يو يونيټ ۴۵ روپۍ راځي، نو دومره بيل درپسې راځي چې د مياشتې ګټه وټه ټوله درنه خوري“

دغه خلک يوازې شکايت نه کوي چې برېښنا نه لري دوی وايي چې که نوی حکومت يې هم په عاجل ډول د برېښنا د ستونزې د حل غم ونه کړي ښايي دوی د خپل حق اخيستو لپاره هر ډول امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

د پکتيا اکثر اوسېدونکي وايي چې د پکتيا ډېر تجاران او سرمايه دار خلک هيله لري چې په خپل ولايت کې لويې، لويې اقتصادي پروژې پلې کړي خو د برېښنا د نشتوالي له امله يې د اقتصادي ودې مخه ډب شوې.

د دوی په خبره په ګردېز کې ۵۴ په عصري ډول لوړ پوړيزې ودانۍ د تېرې په نوې پروژه کې د ميلونونو امريکايي ډالرو په ارزښت جوړې شوې دي خو د برېښنا د نشتوالي له امله سقوط دي.

خلک غوښتنه کوي چې حکومت بايد ورته د برېښنا غم وخوري څو پورې يې په ولايت کې ټول اقتصادي کارونه په چټکۍ سره وده وکړي او په خبره يې که برېښنا نه وي په ولايت کې يې برېښنا ته اړ، هېڅ ډول لوی اقتصادي کار نه شي پېلېدلی :

”زه اميرجان خبرې کوم د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکی، دا ۱۳ کاله کيږي دلته وعدي کيږي او برق نشته، زموږ ټول کارونه د ټکنالوژۍ په دور کې په همدې برق ولاړ دي، خو تر اوسه پورې برق نشته او موږ غواړو حکومت برق ولري“

”هر شی برق ته ضرورت لري، په بلندمنزلو کې اوس څه کار کيږي؟ صرف دوکانونه دي، اوس هېڅ شی نشته، نه کومه فابريکه شته او نه هم کوم بل اقتصادي کار، د ټولو کارونو مخه همدې برق نشتوالي ډب کړې“

د پکتيا اوسېدونکي وايي چې نوی حکومت يې بايد په سر کې د برېښنا ستونزه هواره کړي، څو پورې يې محلي لوی تجاران او سرمايدار خلک په دې اړ کړي چې په خپل ولايت کې د بې کاره خلکو لپاره د کار پيدا کولو او د ولايت د پرمختګ په موخه اقتصادي کارونه پيل کړي.

د خلکو دا شکايتونه د برېښنا ريس انجنر محمد اصف نيازی پر ځای ګڼي وايي چې يونيم کال کيږي د ولايت دې دندې ته راغلی او د ستونزې د هواري په برخه کې يې کارونه ګړندي کړي دي.

نوموړی وايي چې اوس د ډيزلي برېښنا څخه د ګردېز ښار او شاوخوا کليو او وړو ښارګوټيو ستونزه هواروي او د نورې پکتيا د برېښنا لپاره يو څه وخت ته اړ دي چې د کابل څخه د انتقالي برېښنا مزي وغځوي.

” تاسو پوهېږئ چې اوس زموږ د برېښنا منبع ډيزلي جرناټورونه دي، تر هغه حده پورې چې زموږ له وسه او توان پورې وي کار مو کړی، خو ټولې پکتيا ته همدا برېښنا نه شو رسولی ځکه مصارف لوړيږي، خو خوشخبري دلته ده چې د کابل څخه د وارداتي برق کارونه په جريان کې دي او له کابل څخه يې کار راروان دی او انشاالله ژر به بشپړ شي“

د ده په خبره که مرکزي حکومت ورسره د کارونو په چټکۍ کې ونډه واخلي ښايي ډېر ژر په پکتيا کې د خلکو دغه ستونزه د هواري لار پيدا کړي او د کابل څخه رالېږدېدونکې برېښنا د لويې پکتيا درې ولايتونو، خوست، پکتيکا او پکتيا ته ورسيږي.

خلک دا شکايت په داسې حال کې کوي چې له تېرو اوو کلونو راهيسې د پکتيا والي او اداري چارواکي په رسمي او غير رسمي غونډو کې له پکتياوالو سره ژمنه کوي چې په روانو دوو کلونو کې به له کابل څخه د انتقالي برېښنا مزي وغځول شي، خو لا هم د لينونو غځولو د پروژې کار په رسمي ډول نه دی پيل شوی.

XS
SM
MD
LG