د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: څلور افغان طالبان په زخمي حالت کې نيول شوي


پاکستاني پوله ساتونکي ځواکونه پر ډيورنډ کرښه، چمن کې
پاکستاني پوله ساتونکي ځواکونه پر ډيورنډ کرښه، چمن کې

د چارواکو په خبره نيول شوي کسان محمدبشير، مولانا نورالحق، مولوي مقبول او محمداسماعيل نومېږي. پوليس وايي د نيول کېدو په وخت دي کسانو سره وسله نه وه او نه يې هم پر امنيتي پوستې، امنيتي ځواکونو سره کوم جنجال کړی.

د بلوچستان امنيتي چارواکي وايي چې د ږوب او ډېره اسماعيل خان ترمنځه پرتې سيمې، شيراني کې څلور افغان طالبان په ټپي حالت کې نيول شوي. د چارواکو په خبره دا کسان له افغانستان راستانه شوي او پيښور ته روان وو.

د شېراني ضلعې (ولسوالۍ) د پوليسو مشر محمدشاکر نن د يکشنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې دا کسان بيګا ناوخته مليشه ځواکونو پر يوې پوستې هغه مهال ونيول چې په يو شخصي موټر کې په زخمي حالت کې ناست پيښور ته د درملنې لپاره تلل. د نوموړي په خبره نيول شوو ورته ويلي چې د طالبانو په خپل منځۍ جګړه کې زخمیان شوي دي.

محمد شاکر زياتوي: ((دا کسان اوس موږ ته سپارل شوي او د قانوني اسنادو د نه لرلو په جرم پوليس تاڼه کې بنديان دي چې مقدمه به پري چليږي يا په بل عبارت به محاکمه کيږي. موږ ترې پوښتنې وکړي. ويل يې له افغانستانه راغلي او پېښور ته ځي. ويل يې هلته يې جګړه وکړه. ويل يې جګړه د خپلو طالبانو سره وه. اوس خداى خبر څه کيسه ده!))

د چارواکو په خبره نيول شوي کسان محمدبشير، مولانا نورالحق، مولوي مقبول او محمداسماعيل نومېږي. پوليس وايي د نيول کېدو په وخت دي کسانو سره وسله نه وه او نه يې هم پر امنيتي پوستې، امنيتي ځواکونو سره کوم جنجال کړی.

موږ ترې پوښتنې وکړي. ويل يې له افغانستانه راغلي او پېښور ته ځي. ويل يې هلته يې جګړه وکړه. ويل يې جګړه د خپلو طالبانو سره وه

د پوليس مشر محمد شاکر په وينا په کوم موټر کې چې دا کسان ناست وو، د دي موټر چلونکی د کويټې اوسيدونکی دی. د هغه په خبره په لومړنيوو تحقيقاتو کې دي ډرايور پوليسو ته ويلي چي دي خلکو موټر په کوټه کې تر پيښوره پورې کرايه کړی وو.

د ږوب مرستيال کميشنر نذرمحمد کېتراڼ رسنيو ته ويلي چي له افغانستانه تل ګڼ شمېر خلک له سفري اسنادو پرته د قمردين کارېز پر لاره پاکستان ته را اوړي چي ممکن په هغوى کې طالبان هم وي خو دغه کسان ټپيان وو، ځکه امنيتي پوليسو ورباندې شک کړى او نيولي يې دي.

د يادونې وړ ده چي ږوب او شېراني سيمې له جنوبي وزيرستان او د افغانستان له پکتيکا ولايت سره پولې لري او وخت په وخت پکې وسله وال نيول کېږي. ږوب کې په ٢٠٠٧م کال کې د پاکستاني طالبانو يو قومندان عبدالله مسود دننه د امنيتي ادارو په عملياتو کې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG