د لاسرسي ځای

تازه خبر

داسحاق خان نوې سندره : " دلته پردی یم څوک مې نه پیژني "


اسحاق خان
اسحاق خان

اسحاق خان د موسیقۍ د هنر سره بې کچه مینه لري او له یوې مودې راهیسې د ښو شعرونو د سندریز کولو تکل یې پیل کړی او ډیر کله یې هڅې د مینه والو لخوا ستایل شوي دي.

که څه هم نوموړي د موسیقۍ د سر او تال سره اشنايي په پېښور کې پیداکړې خو داچې دامهال د مساپرۍ شپې د چیک جمهوریت په پراګ ښار کې تیروي او د مشال راډیو سره همکاري کوي، دلته یې هم خپل د خوښې مسلک ته شا کړې نه ده او وخت ناوخته غږیز او ویډیويي کلیپونه مخې ته راوړي.

د اسحاق خان تازه ویډیو کلیپ یې چې تاسو د مشال راډیو په ویب پاڼه هم کتلای شئ، د هغه تازه هنرې هڅې تاسو ته ښکاره کوي.


له ډیرې مودې راهیسې نوموړی ددې ویډیويي کلیپ په جوړولو او د موسیقۍ په ترتیبولو مصروف و او دادی اوس یې دغه ټول خواږه په تاسو پیرزو دي.

دلته پردی یم / اسحاق خان
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:21 0:00

اسحاق خان وايي ددې نظم شاعر د افغانستان پیژندل شوی معاصر شاعر کاوون توپاني دی، موسیقي یې خپله ترتیب کړې او د کلیپ ډایریکټر یې ځوان خبریال او د مشال همکار ګل ایاز دی.

اسحاق خان د مشال ویب پاڼې ته وویل چې ددې ویډویويي کلیپ نه پس د یوې چیکۍ سندرغاړې زیتا سره په ګډه د یوې غبرګې سندرې په ویډیو کولو بوخت دی او ډیر زر به هغه سندره هم د مینه والو مخې ته کیږدي.

د اسحاق خان د لا نورو بریاوو په هیله د هغه نوی ویډیويي کلیپ له تاسو سره شریکوو، او په دې کلیپ کې د چیک جمهوریت د پراګ ښار ځینې ښکلې منظرې هم تاسو کتلای شئ.

XS
SM
MD
LG