د لاسرسي ځای

تازه خبر

“حکومت دې د تعلیمي پرمختګ پر کړیو اعلانونو عمل وکړي”


د پاکستانۍ ايکسپريس ترېبيون ورځپاڼې په يوه ليکنه کې د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبرپښتونخوا پر حکومت غږ شوی چې په صوبه کې د تعليم د پرمختګ لپاره پر کړيو اعلانونو دې عمل وکړي

د پاکستانۍ ايکسپريس ترېبيون ورځپاڼې په يوه ليکنه کې د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبرپښتونخوا پر حکومت غږ شوی چې په صوبه کې د تعليم د پرمختګ لپاره پر کړيو اعلانونو دې عمل وکړي او د اتحادي ګوندونو د فشار له کبله د ماشومانو په تعليمي نصاب کې د غير ضروري بدلونونو له راوړلو ډډه وکړي.

ليکنه وايي، په پاکستان کې د حکومتونو لخوا د ماشومانو تعليمي نصاب بدلول رابدلول کومه نوې خبره نه ده.

د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف دا مهال د خپل اتحادي ګوند جماعت اسلامي تر فشار لاندې دغې کار ته مخه کړې ده.

د يادې صوبې په تېر حکومت کې عوامي نيشنل ګوند هڅه وکړه چې د ماشومانو په درسي کتابونو کې د پښتنو اتلانو، لکه رحمان بابا او باچا خان په اړه مالومات شامل کړي.

د صوبې اوسنی حکومت چې په نصاب کې کوم بدلونونه راوړل غواړي، د هغو تر مخه به په درسي کتابونو کې د داسې يوې نجونې تصوير نه چاپول کيږي چې دوپټه يې پر سر نه وي. او يا دا هم چې ماشومان به د سهار په خير پر ځای خپلو استادانو او ملګرو ته اسلام عليکم وايي.

جماعت اسلامي دغه راز صوبايي حکومت ته ويلي چې له درسي کتابونو دې د عيسويانو د اختر يا کرسمس د کيک او د دغه مذهب نښان لرې کړي.

پر دې سربېره د کمسټرۍ په کتاب کې د لږ تر لږه ۱۸ قراني اياتونو شاملولو وړانديز هم شوی دی.

ليکنه کاږي، په داسې حال کې چې د خيبر پښتونخوا پشمول د ټول پاکستان وګړيو ته بايد د برداشت درس ورکړل شي، د خيبر پښتونخوا حکومت لخوا د ماشومانو د سکول په کتابونو کې دا رقم بدلونونه راوړل کېدل تر پوښتنو لاندې نيول کېدای شي.

د ليکنې تر مخه، تر ټولو بده يې دا ده چې د دې کارونو په ترڅ کې د تاريخ بدلولو هڅه کيږي.

ليکنه زياتوي، ماشومانو ته تاريخي حقيقتونه بايد په سمه توګه بيان کړل شي او نظرياتي اختلافات پرېنښودل شي چې د دغه کار مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG