د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ ګلونه مړاوي نه دي


سندرغاړي بختیار خټک او شان یوسفزی له باجوړیان سره
سندرغاړي بختیار خټک او شان یوسفزی له باجوړیان سره

باجوړیان په شعر او موسيقۍ مين او د هنرمندانو قدرکوونکي خلک دي.

د پښتو يوه مشهوره ولسي سندره (ولاړ شه پېښور ته قميص تور ما له راوړه) پېښور مېشته ځوانو سندرغاړو بختيار خټک او شان يوسفزي، له يو لړ بدلونونو سره، په ګډه ويلې او په دې وروستيو کې يې ورباندې د ويډيو جوړولو لپاره د باجوړ قبايلي سيمې ته سفر کړی.

په داسې حال کې چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د وسله والو د شتون او پر ضد يې د پاکستاني پوځ د عملياتو له وجې پښتانه هنرمندان د دغو سيمو تګ ته زړه نه ښه کوي، بختيار خټک وايي دغه توکل يې وکړ او په نتيجه کې يې د باجوړ د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

(( په دغه سندره کې چې د باجوړ د کومو سيمو ذکر شوی دی، هغو ټولو ته موږ ولاړو. د باجوړ په مرکزي بازار کې وګرځيدو، له دکانداروانو سره مو وليدل، هغوی د چای ډوډۍ ستونه راته وکړل او د ځايي خلکو يو جلوس و چې له موږ سره ملګری و. د کيمور غر ته چې ختو، نو هم لس اته ګاډي خلک راسره بدرګه وو. نو لنډه دا چې په باجوړ کې مو دا يو څو ورځې ډېرې خوندورې تېرې شوې.))

بختيار خټک زياتوي، پر سندره د ويډيو جوړولو په کار کې ورسره په باجوړ کې دېره د پاکستان امنيتي ځواکونو او د دې ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميې مرستې وکړې.

نوموړی همداراز د باجوړ د ادبي او فرهنګي شخصياتو لخوا دوی ته د ورکړل شوې مينې يادونه هم کوي.

(( موږ پولټيکلۍ ته د مرستې لپاره وويل، چې زموږ خواست يې ومانه. دغه راز د ايف سي ځواک سرتېري له موږ سره په بټ خېله کې ملګري شول او په باجوړ کې يې موږ ته رسمي هرکلی وويلو، د ريکارډنګ کولو اجازت يې راکړ. دغه راز د باجوړ ادبي او فرهنګي ملګرو زموږ پر وياړ يوه مشاعره جوړه کړه.))

په باجوړ کې يو کاروباري تن او د دغه ځای د ټولنې يوه فعاله غړی افضل خان، چې د بختيار خټک د باجوړ په سفر کې د ده ملګری و، وايي د باجوړیان په شعر او موسيقۍ مين او د هنرمندانو قدرکوونکي خلک دي.

دی زياتوي، په راتلونکي کې به هم، له هغو هنرمندانو سره چې باجوړ ته سفر کول وغواړي، پوره مرستې وکړي.

((يو خو دا چې دا سندره د باجوړ يوه سوله ييز انځور خلکو ته وړاندې کوي. بله دا چې د ايف سي مشر، که څه هم پنجابی دی، خو په خبره پوه او د کار سړی دی او موږ ته يې د خپلې پوره مرستې ډاډ راکړ. د باجوړ د مرستيال پوليټيکل ايجنټ دې هم کور ودان وي چې موږ ته يې وخت راکړ او د کيمور بابا غر ته راسره وخوت. د باجوړ خلک پر شعر او موسيقۍ ميين دي، او داسې به هېڅ کله و نه شي چې زموږ يو پښتون سندرغاړی يا موسيقار به باجوړ ته راځي او څوک به ورته نقصان ورسي.))

د پېښور په اسلاميه کالج پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد او د کلتوري چارو پوه اباسين يوسفزی په باجوړ کې د پښتو پر سندره ويډيو جوړېدل د يوه نيک فال په توګه نيسي او په دغه لړ کې حکومتي مرستې اړينې بولي.

((د يوه وطن او د سيمې کلتور او فرهنګ تر هغې وده نه شي کولی چې ولس او همداراز حکومت يې د پر مخ بېولو لپاره کار و نه کړي. پخوا به هم داسې وو، چې کله به قبايلي سيمو ته د تېلويزيون، راډيو او يا هم فلم هنرمندان ورتلل نو خلکو به يې تود هر کلی کاوه، د هغوی حفاظت ته به په خپله ولاړ وو. خو چې پر دغو سيمو کوم حالات تېر شو، نو اوس پکې د حکومتي ادارو کردار هم پيدا شو. که په سيمه کې د پښتو موسيقۍ د بيا ژوندي کولو لپاره هلې ځلې تېزې شي، نو تر دې زياته د خوشالۍ خبره به څه وي؟))

کتونکي په دې اند دي چې که د پښتو موسيقۍ کنسرټونو لړۍ د پاکستان قبايلي سيمو ته وغځول شي نو په ترڅ کې به يې له يوې خوا د سيمې اوسيدونکو ته د ساعت تېرۍ موقعې په لاس ورکړل شي او له بلې خوا به پر سيمه د ترهګرۍ د خپرو شويو تيارو په يو خوا ته کولو کې مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG