د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پښتنو پر سر راغلې مرستې په نور پاکستان کې لګېږي'


د پښتونخوا ولسي غورځنګ مرکزي ناظم ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د ترهګرۍ په نامه چې پاکستان تهاوو نيم زره اربه روپۍ ورکړل شوې دي نو له هغو پیسو څخه قبايلو او خېبر پښتونخوا ته خپله برخه نه ده ورکړل شوې.

نړۍوالې مرستندويه ادارې او ګڼ نور بهرني هېوادونه به له شمالي وزیرستان د ضرب عضب عملیاتو له لاسه د بې کوره کړل شوو کډوالو بيا پرځای کولو لپاره ٧٠ کروړه ډالره مرسته ورکوي.

د خزانې وزارت يو چارواکي امتياز حسېن مشال راډيو ته وويل چې د ګل پر ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ کې يو نړۍوال مرستندویه کانفرنس وشو چې پکې د نړۍوال بانک، اسيايي پرمختیايي بانک، ډي اېف ای ډي او د نورو نړۍوالو مرستندويه ادارو او هېوادونو استازوګډون وکړ.

نوموړي وويل، چې د افتونو نظم قامي ادارې «اېن ډي اېم اې» مشر مېجر جنرل ر محمد سعيد عليم په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو له کبله د بې کوره کړل شوو کډوالو پر ستونزو او په پاکستان کې د سېلاو ځپلو پر ستونزو د کنفرانس برخوالو ته خپل تفصيلې څرګندونې وکړې، او یې ويل چې د ضرب عضب عملیاتو پر مهال طالب وسله والو د خلکو کورونه د مورچو په توګه استعمال کړي دي چې له وجې په شمالي وزيرستان کې کورونو، بازارونو، سکولونو، هسپتالونو او سړکونو ته زښته لوی زيان رسېدلی دی.

د خزانې وزارت لخوا جاري شوې يوې اعلاميې کې راغلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو له لاسه د بې کوره کړل شوو خلکو خپلو سیمو ته ستنولو او د سېلاو ځپلو بیا پر ځای کولو لپاره حکومت ته په ابتدايي توګه يو نيم اربه ډالره پکار دي.

مشال راډيو چې کله د دې کنفرانس په باب له سیاستوالو او کارپوهانو سره خبرې وکړي نو د پښتونخوا ولسي غورځنګ مرکزي ناظم ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د ترهګرۍ په نامه چې پاکستان تهاوو نيم زره اربه روپۍ ورکړل شوې دي نو له هغو پیسو څخه قبايلو او خېبر پښتونخوا ته خپله برخه نه ده ورکړل شوې. په داسې قسمه کنفرانسونو کې دوی د قبايلي ولس پر سر پيسې راغونډوي خو بيا يې په خپلمنځ کې وويشي، لکه په تېرو پيسو کې دوی یو زر اربه روپۍ پوځ ته ورکړې او يوولس سوه اربه روپو کې څه ملکي بجټ ته واړول شوې او نورې يې بیا لوړو زدکړو،بېنظير انکم سپورټ پروګرام، په پنجاب کې پر سېلاو ځپلو او همداسې پر نورو پروګرامونو يې ولګولې.

نوموړي زياته کړه چې زموږ د ټولو دا زمه واري جوړېږي چې موږ دغه فنډونو ښکاره کړو د دې اصلي استعمال ښکاره کړو او خپل ولس پرې خبر کړو.

د سياسي چارو کارپوه سليم احمد وايي چې په تېرو وختونو کې هم داسې قسمه بسپنه ورکوونکي »ډونرز« کنفرانسونه شوي دي چې پکې پاکستان ته په اربونو ډالره ورکړل شوي و خو له بده مرغهپه هغو مرستوکې لکونه ډالره هم د اغېزمنو خلکو پر بیا رغولو او بحالۍ خرچ نکړل شول. او د هغې وجه دا ده چې په امدادي پيسو کې ځینې په کميشنونو کې ورکړل شي او نورې د خپلځان لپاره وکاروي نو ځکه يې ګټه اغېزمنو خلکو ته نه رسېږي.

ياده دې وي چې سږ کال په شمالي وزيرستان کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو له وجې تر ٥٠ زرو زياتو کورنیوخوندي سیمو ته کډې وړې او دغه ډول په ملک کې د سيلاب له لاسه نژدې ٣٠ لاکهوګړي اغېزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG