د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له پاکستانه څه غواړي؟


افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته پر چکلاله هوايي ډګر د پاکستاني وزیر اعظم بهرنو چارو سلاکار سرتاج عزیز هرکلی ورته وايي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته پر چکلاله هوايي ډګر د پاکستاني وزیر اعظم بهرنو چارو سلاکار سرتاج عزیز هرکلی ورته وايي.

د پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي او د پاکستانیو سیاسي او پوځي مشرانو تر مینځ د خبرو اترو دورونه شوي دي خو د هغو څه کوټلې نتیجې نه دي رابرسېره شوې.

پاکستان ته د خپلې لومړنۍ دوه ورځنۍ سرکاري دورې په موخه افغان ولسمشر غواړي چې د ناټو ځواکونو له وتلو پس په سیمه کې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره پاکستان له طالبانو سره د جوړجاړي په بهیرکې د افغانستان مرسته وکړي.

افغان ولسمشر غني له پاکستانه څه غواړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

تر دې وړاندې هم د پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي او د پاکستانیو سیاسي او پوځي مشرانو تر مینځ د خبرو اترو دورونه شوي دي خو د هغو څه کوټلې نتیجې نه دي رابرسېره شوې. د دفاعي چارو کارپوه بریګېډیېر سعد محمد خان وايي دا ځل د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون تر سترګو کېږي:

؛ کرزی صیب حکومت کې او اوسني حکومت کې پاکستان لږ غوندې فرق ګوري ، په کرزي صیب د پاکستان د سیکیوریټي اسټیبلیشمنټ ډېر اعتبار نه وو. زما خیال دی د پاکستان پالیسۍ کې تبدیلي راغلې ده او افغانستان کې چې نوې انتظامیه ده د هغې پالیسیو کې هم بدلون راغلی دی؛

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې ویلي دي چې د ولسمشراشرف غني سره به د دواړه هیوادونو ترمینځ د اړیکو په هره حواله خبرې کېږي. پوښتنه داده چې افغان ولسمشر له پاکستانه څه غواړي؟ د سیاسي او سیمه ایزو چارو کارپوه افراسیاب خټک وايي:

؛اوس هغه وخت راغلی دی چې دواړه هېوادونه د دې خبرې ښکارونه وکړي چې له دوی سره نوي ګامونه اخیستلی شي، نوې پالیسۍ جوړولی شي او خپل اختلافات په خبرو اترو هوارولی شي. افغانستان خو دا غواړي چې پاکستان دې هلته کې د داسې خلکو مرسته نه کوي چې هلته بې ثباتي جوړوي.؛

پخوانی ډیپلومیټ ایاز وزیر بیا وايي چې افغان ولس ولسمشر غني ته خپل باور ورکړی دی او هغه چې تراوسه څومره هم دورې کړې دي موخه يې په سیمه کې امنیت پرځای کول او پرمخ تلل دي:

؛ولسمشر غنيسعودي ته هم ولاړ، چین ته هم ولاړو او اوس دلته راغلی . دا درې واړه هېوادونو په خپل مینځ کې ډېرې نیزدې اړیکې لري. او له طالبانو سره روغه جوړه کې دا هېوادونه مهم کردار لوبولی شي او دویمه دا چې اشرف غني صیب د افغانستان په شخړو کې لاسونه ککړ نه دي ، دی له جګړو بهر وو او خپل ولس ورباندې اعتبار کوي؛

خو د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود وايي چې ترکومه د پاکستان د بهرنیو چارو پالیسي له پوځي اثره نه وي پاکه شوې تر هغود داسې رقم دورو ډیرې تمې کول منطقي خبره نه ده:

؛ پاکستان اړخ ته خو کیسه هم دغه ده چې مخکې هم ولسي حکومتونه وو خو که د ترهه ګرۍ ستونځه ده او که نورې معاملې دي نو واک نه له زرداري سره وو او نه له نوازشریف سره شته. واک له پوځ سره دی. نو په دې کې ماته څه معجزه نه ښکاري چې وبه شي خو عقل دا وايي چې دواړه هېوادونه په دې پوهه شي چې د جګړو او وینو تویدو له لارې نه امن راځي او نه دا هېوادونه پرمخ تللی شي؛

د پاکستان سرکاري ریډیو په یو راپور کې ویلي دي چې پاکستان او افغانستان د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي او کاروباري اړیکو پیاوړي کولو لپاره په یوه لوظنامه هم رضا شوي دي. دا لوظنامه د افغان ولسمشر محممد اشرف غني او پاکستان د خزانې د وزیر اسحاق ډار تر مینځ د جمعې په ورځ په یو ملاقات کې مخې شوې ده. د بهرنیو چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي دي چې پاکستان افغانستان سره اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي.

XS
SM
MD
LG