د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته د افغانستان تر ټول پاک ښار جوړوو


د ولسي جرګې استازی همایون همایون غونډې ته د وینا پرمهال
د ولسي جرګې استازی همایون همایون غونډې ته د وینا پرمهال

د نوي پروګرام موخه داده، چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې خوست د افغانستان تر ټولو ښارونو پاک او صفا ښار جوړ شي.

په خوست کې د هېوادپال په نوم یو ټولنیز بنسټ، خوست ښاروالي او د خوست ښار یو شمېر دوکانداران او کاروباریان پلان لري، چې د خوست ښار د اساسي پاکولو له پاره یوه اوږدمهال پروګرام پلی کړي.

د دې پروګرام موخه داده، چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې خوست د افغانستان تر ټولو ښارونو پاک او صفا ښار جوړ شي.

د پاکولو ددې پلان د عملي کولو له پاره په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي همایون همایون شل ډوله بیلابیل د ښار د پاکولو وسایط، د اوبو ټانکرونه، بولډیزر او نور سامان الات په خپل شخصي لګښت رانیولي او نوموړي یاد وسایل او وسایط خوست ښار د دایميپاکولو له پاره وسپارل.

د خوست ښار پاکولو وسایط
د خوست ښار پاکولو وسایط

هغه ځانګړې غونډه چې د دوشنبې په ورځ د خوست د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه، هېوادپال ځواک، خوست ښاروالۍ او خوست ښاریانو د همکارۍ د یو پروتوکول له لارې ژمنه وکړه، چې دې لوی هدف له پاره به ټول په ګډه د یوبل سره مرسته کوي.

د غونډې برخوال
د غونډې برخوال

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک مشال راډیو سره په خبرو کې د دې پلان او د پلان د پلي کیدنې له پاره د وکیل همایون دا مهمه مرسته وستایله او ویې ویل، چې په ټول توان به هڅه وکړي، چې په ۲۰۱۵ کال کې خوست د افغانستان تر ټولو پاک ښار جوړ کړي:

((توقوع کوم کومه مرسته چې زموږه سره وشوه، د دې مرستو او د ښاروالۍ ریاست د شته وسایلو او وسایطو څخه په استفادې سره به ۲۰۱۵ د صفایۍ او پاکۍ له اړخه به خوست د افغانستان تر ټولو پاکترین ښار وګرځوو.))

د درې اړخیز پروټوکول لاسلیکولو انځور
د درې اړخیز پروټوکول لاسلیکولو انځور

ملي سوداګر حاجي میرزاعلي خان د خوست ښار د دوکاندارانو او کاروباریانو په استازیتوب وویل، چې د ښار د پاکولو په پروګرام کې به فعاله برخه واخلي او دې لوی هدف ته د رسیدو له پاره به سوداګر خپل امکانات په کار واچوي:

((ژمنه کومه چې موږ به د خوست ښار په پاکولو او د نظم په خوندیتوب کې پوره، پوره کمک کوو، د دې وسایلو نه چې موږ ته وکیل صیب همایون همایون راوړي دي، موږ ورڅخه ډېره مننه کوو، انشاالله موږ به خوست ښار داسې جوړوو، چې ساری به يې په ۳۴ ولایتونو کې نه وي.))

د خوست د ولایتي شورا استازې زهره جلال د پاک کارۍ د یاد پروګرام ستاینه وکړه او هغه يې د ټول هېواد په کچه یو استثنايي نووښت او د یو وکیل لویه مالي قرباني یاده کړه:

((زه په لومړي قدم کې د وکیل صیب نه ډېره مننه کوم چې خپله هېوادپالنه يې خلکو ته په ډاګه کړه، زموږ غوښتنه داده، چې له خیره سره په ۲۰۱۵ کال کې خوست په افغانستان کې تر ټولو پاک او صفا ښار وي.))

کتونکي په دې باور دي، تر څو چې د ښار په پاکولو، تزئین او ښکلا کې په خپله ښاریان او سیمه وال برخه وانخلي، یوازې ښاروالۍ او نورې حکومتي ادارې دا کار نه شي کولای، دوی زیاتوي که چیرې د خوست ښار د پاکولو له پاره اوسنۍ پروګرام مثبه نتیجه ورکړي، نو دا به په ټولو لویو او وړو ښارونو کې د ورته پروګرامونه د عملي کولو یو ښه پیل وي.

XS
SM
MD
LG