د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولس پر خپل ولسمشر او پوځ باور لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان سرباز سره په غېږ روغبړ کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان سرباز سره په غېږ روغبړ کوي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه د شوې يوې نظر پوښتني يا سروې حواله ورکوي چي وايې، په لسو کي اته افغانان د اشرف غني د لومړی مياشتي کارکردګي ښه ګڼي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼي د افغان ولسمشر اشرف غني د هغو ګامونو په اړه ليکنه کړې چي له واک ترلاسه کولو وروسته يې واخیستل.

ورځپاڼه ليکي داسې ښکاري چي اشرف غني له ولسمشر جوړيدو سره سم د افغان ولس په ګټه د خپلې واکمنی سم پيل وکړ.

نوموړي يو شمېر ګامونه پورته کړل لکه د پوځي پوستو، پوليس سټيشنونو او هسپتالونو ناڅاپې دورې کول.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه د شوې يوې نظر پوښتني يا سروې حواله ورکوي چي وايې، په لسو کي اته افغانان د اشرف غني د لومړی مياشتي کارکردګي ښه ګڼي.

خو مقاله وايې چي د اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت حکومت به افغان ولس ته ورپېښو هغو ټولو ستونزو په هوارولو کې خپله کارکردګي هم دغسې پر ځای ساتي.

دغه ستونزې او خبرې د اشيا فاونډېشن نومي ادارې په نظر پوښتنه کې راغلي چې د سېشنبې پر ورځ خپره شوه.

د ورځپاڼي په خبره په دې نظر پوښتني کي يوه ښه خبره دا ده چي د افغانانو پر خپلو امنيتي ځواکونو باور مخ په زياتيدو دی چې په سلو کي شيږ اتيا کسان پر خپلو ځواکونو اعتبار لري.

دا شان شپږ پنڅوست کسان داسي دي چې فکر کوي د دوی امنيتي ځواکونه په دوامداره توګه بهرنيو مرستو ته ضرورت لري.

نيويارک ټايمز پر مخ ليکي چي د اشرف غني لومړی ښه ګام دا وو چې له امريکا او ناټو سره يې اوږد مهاله دوه اړخيزه تړونونه لاسليک کړل.

بلخوا د فرانس پريس خبري اژانس د پاکستاني پوځ د مشرجنرال راحيل شريف د واشنګټن د سفر په اړه وايې، چي دا په تيرو څلور کلونو کي لومړی ځل دی چي د پاکستان يو لوړ پوړي پوځي قومندان امريکا ته ځي.

اژانس وايې تر جنرال راحيل شريف مخکي چي د پاکستان د پوځ کوم مشر وو هغه په داسې حال کې له امريکا سره له تاو تريخوالي ډکې اړيکې درلودلې چې واشنګټن پر اسلام آباد دا تور لګولی چې د حقاني او نورو وسله والو پر ضد په اقدام کولو کې ناکامه شوی دی.

په افغانستان کي مېشت د ناټو يو لوړ پوړی امريکايي قومندان ليفټننټ جنرل جوزف انډرسن په روانه مياشت کي ويلي ول چي د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کي روانو عملياتو حقاني شبکې ته ضربه رسولې ده.

اژانس زياتوي امريکايې چارواکي تمه لري چې د افغانستان نوی ولسمشر ډاکټر اشرف غني کولی شي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ همکاري پياوړې کړي.

XS
SM
MD
LG