د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د سرتاج عزیز څرګندونې ردوي، خو اثر به یې څه وي؟


د وزیراعظم د قامي سلامتیا مشاور سرتاج عزیز وروستیو څرګندونو ته په اشاره د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید د نهې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، ده د سرتاج عزیز مرکه نه ده لیدلې، خو د پاکستان قانون او پالیسي د ټولو وسله والو ډلو لپاره یوه ده:

د وزیراعظم د قامي سلامتیا مشاور سرتاج عزیز وروستیو څرګندونو ته په اشاره د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید د نهې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، ده د سرتاج عزیز مرکه نه ده لیدلې، خو د پاکستان قانون او پالیسي د ټولو وسله والو ډلو لپاره یوه ده:

((ما د سرتاج [عزیز] صاحب مرکه نه لیدلې، نه اورېدلې او نه هم لوستې ده. زه تا ته د پاکستان دریځ بیانوم. دا زموږ لیکل شوې پالیسي ده چې پاکستان به هېڅ داسې ډله و نه زغمي چې د دې هېواد خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.))

د دوشنبې پر ورځ له بي بي سي سره د مرکې پر مهال سرتاج عزیز ویلي ول چې پاکستان ولې د هغو وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې دوی ته خطر نه پېښوي.

عزیز زیاته کړې وه چې افغان طالبان او حقاني وسله واله شبکه د افغانستان ((مسله ده او افغان حکومت باید له دوی سره خبرې وکړي.))

د نهې پر ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل وضاحتي بیان کې وویل، سرتاج عزیز دا خبره ((په تاریخي تناظر کې کړې ده.))

پروېز رشید وویل، د تحفظ پاکستان قانون خو داسې کسان یا ډلې هېڅ پاکستانۍ نه ګڼي چې په نورو هېوادونو کې ناامني خپروي.

په شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې پروېز رشید زیاته کړه چې دوی هلته هم هره ډله په نښه کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم د قامي سلامتیا سلاکار سرتاج عزیز پر داسې مهال څرګندونې وکړې چې افغان ولسمشر اشرف غني تازه له اسلام اباده، کابل ته ستون شوی وو او د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف دا وخت د امریکا په سفر دی.

پوښتنه دا ده چې د دې ډول بیان اثر به څه وي؟ په کابل کې د سیاسي چارو پوه نجیب منلی وايي، دا د پاکستان سیاست ناکامي ده چې دوی په افغانستان کې ناامني په خپل ضرر نه بولي:

((په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان همېشه ویلي دي چې [ترهګرې] ډلې په پاکستان کې روزل کېږي او له هغه ځایه تموېلېږي. نن چې سرتاج عزیز بیا هم وايي چې ځېنې ډلې شته چې پاکستان ته یې ضرر نه رسېږي، دا په دې مانا ده چې په افغانستان کې جنګ دوی په خپل ضرر نه بولي او دا د پاکستان د سیاست ستره ناکامي ده.))

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي، د دې ډول بیان به د کابل و اسلام اباد پر اړیکو بد اغېز وشي.

ده وویل، ورته ښکاري چې څه غلط فهمي شوې ده:

((ښکاره خبره ده چې د دې اثر به منفي وي، خو ما ته ښکاري چې څه غلط فهمي شوې ده. ځکه چې زما په فکر د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون راغلی دی. ښايي [سرتاج عزیز] خپله خبره سمه نه ده واضحه کړې. زما په خیال د هغه د خبرې مقصد دا وو چې موږ دښمنان نه جوړوو ځکه چې دا وسله وال خو به [یوه ورځ] افغانستان ته ستنېږي او زموږ ګاونډیان به وي. خو له دې سره سره د دې دا مانا نه ده چې موږ به خپله خاوره [د نورو هېوادونو پر ضد] استعمالېدو ته پرېږدو.))

د پاکستان په تګلاره کې بدلون ته په اشاره نجیب منلی وايي ده ته هم ښکاري چې د پاکستان ((ملکي حکومت او مدني ټولنې په فکر)) او پالیسۍ کې بدلون راغلی دی خو د سرتاج عزیز خبره دا ښکاره کوي چې په حکومت کې داسې ((کړۍ شته چې په نورو سیمو کې ناامني په خپله ګټه بولي.))

پر دې موضوع مو د افغانستان د ولسمشر دفتر او د بهرنیو چارو وزارت دریځ مالومولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG