د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې دوه ملينه کسان د غلامۍ ژوند تېروي


د بشري حقونو يو سازمان راپور خپور کړی چې له مخې يې په نړۍ کې تر درې نيم کروړه زيات کسان غلامان جوړ کړل شوي دي.

د بشري حقونو يو سازمان راپور خپور کړی چې له مخې يې په نړۍ کې تر درې نيم کروړه زيات کسان غلامان جوړ کړل شوي دي. د راپور په وينا د نړۍ په ۱۶۷ هيوادونو کې غلامان ساتل شوي دي چې پاکستان هغه دريم هيواد دی چې د غلامانو شمېر پکې زيات دی.

د ((واک فري فاونډېشن)) په نامه د بشري حقونو د آسټراليا مېشتې سازمان لخوا تر سره شوې ((د نړيوالې غلامۍ د شمېرې د ۲۰۱۴ م کال)) سروې ښيي چې د نړۍ په ۱۶۷ هيوادونو کې کې اوس هم تر ۳۵ ملينه زيات کسان د غلامۍ ژوند تېروي. راپور زياتوي چې دا کسان د پور پرې کولو لپاره ګرو کړل شوي، په زوره د مزدورۍ کار ورڅخه اخستل شوی، د جنسي غلامانو په توګه د کار کولو لپاره قاچاق شوي، په زوره واده شوي او ځيني وخت بيا په غلامۍ کې پيدا شوي دي.

راپور ليکي چې که څه هم په نړۍ کې د انساني غلامۍ دود په ماريتانيا، ازبکستان او هېټي هيواد کې تر ټولو زيات دی خو د شمېر له پلوه بيا تر هند او چين وروسته تر ټولو زيات غلامان په پاکستان کې موجود دي. د پاکستان د بشري حقونو د کميشن مشره زهره يوسف د دې راپور په اثبات کې وايي چې په پاکستان کې د غلامانو په برخه کې د هغو کسانو شمېر زيات دی چې د پور پرې کولو لپاره ګرو شوي او يا هم په زوره د مزدورۍ کار ورڅخه اخستل کيږي او تر هغه وروسته بيا هغه ماشومان دې چې ناوړه ګټه ورڅخه اخیستل کېږي.

((تر ټولو زيات د مزدورۍ لپاره ګرو شوي کسان او د ماشومانو څخه ناوړه ګټه پوره کول عام دي. موږ ته له سند صوبې څخه د غلام ګرځول شوو مزدورانو ډېر کېسونه راځي. په پنجاب کې بيا د خښتو په بټيو کې دا کار ډېر عام دی او دا داسي لړۍ ده چې له يوه نسله بل نسل ته انتقاليږي. که چيري چا پور واخستی نو بيا هغه پوروړی او د هغه ماشومان او بيا د هغوی ماشومان له ځان سره ساتل کيږي. بلخوا بيا هغه ماشومان هم يو ډول غلامان ګرځول کېږي چې له کوره وتښتي او د بل چا لاسونو ته ورشي. بيا هغه کسان په ماشومانو باندې کله خېرات په ټولوي او کله نور کارونه په کوي او کله بيا د اوږدو لارو په ټرکونو او بسونو کې د غلامونه په ډول ژوند کوي.))

زهره يوسف زياتوي چې د دوی پر غوښتنه په ۱۹۹۲م کال کې د پاکستان حکومت د ګرو شوو مزدورانو په هکله يو قانون منظور کړی او عدالتونو په دې اړه مثبت پرېکړې کړي دي خو اوس هم يو شمېر کسان د غلامۍ ژوند تېروي.

((زموږ سازمان چې په خلکو کې پوهاوی راوستی دی نو د هغه له کبله خلک اوس خپله عدالتونو ته ځي. دا زموږ لويه لاسته راوړنه ده. مخکې به د انساني حقونو کميشن د دې خلکو مقدمې چلولې او دغه ګرو شوي کاريګر به بې وسه وو. خو اوس په دوی کې دا پوهه او توان پيدا شوی چې پخپله عدالت ته ولاړ شي. زما په فکر دا يو ښه پرمختګ دی.))

راپور زياتوي چې په هند کې ۱۴ اعشاريه ۲۹ ملينه کسان، په چين کې درې اعشاريه ۲۴ ملينه او په پاکستان کې تر دوه ملينه زيات کسان د غلامۍ ژوند تېروي. د راپور له مخې هالېنډ، سوېډڼ او امريکا د هغو هيوادونه په سر کې راځي چې د نوي طرز د غلامۍ د دود د مخنيوي لپاره زيات کار کوي خو شمالي کوريا، ايران او شام بيا د هغو هيوادونو په سر کې ولاړ دي چې د دغه دود د مخنيوي لپاره يې تر ټولو کم کار کړی دی.

دا راپور په داسي حال کې خپور شوی چې تر دې وړاندې هم د بشري حقونو يو شمېر نړيوالو سازمانونو په پاکستان کې د بشرې حقونو د حالت په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG