د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هېڅ وسله واله ډله نه پرېږدو"


د وزیراعظم نوازشريف د ملي امنيت سلاکارسرتاج عزيز د خپلو هغو څرګندونو په باب خپل دریځ په ډاګه کړ چې ویلي یې ول، پاکستان ولې د داسې وسله والو ډلو پر ضد ګام واخلي چې هېواد ته خطره نه پېښوي؟

د وزیراعظم نوازشريف د ملي امنيت سلاکارسرتاج عزيز د خپلو هغو څرګندونو په باب خپل دریځ په ډاګه کړ چې ویلي یې ول، پاکستان ولې د داسې وسله والو ډلو پر ضد ګام واخلي چې هېواد ته خطره نه پېښوي؟ خو له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي وویل چې له بي بي سي راډيو سره یې په خبرو کې د ښو او بدو طالبانو په اړه څرګندونې د پخوانۍ تګلارې په رڼا کې کړې وې.

د مشال راډيو له همکار داود خټک سره په مرکه کې سرتاج عزیز زیاته کړه، پاکستان تیار دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د یوې لارې برابرولو لپاره خپل خدمات وړاندې کړي.

(( که څه هم اکثره وخت هغوی ( افغان طالبان ) زموږ مشورو ته غوږنږدي، خو موږ به هڅه کوو چې د دې مقصد لپاره لارې ګودرې برابرې کړو))

د ښاغلي عزيزپه وينا، افغان طالبان او حقاني وسله واله شبکه د افغانستان ستونزې دي او باید افغان حکومت له دوی سره خبرې وکړي.

سرتاج عزيز د وسله والو پر وړاندې د پاکستانیو پوځي عملیاتو په اړه په خپله مرکه کې وويل:

″له هغه وروسته چې موږ د ضرب عضب عمليات پيل کړل، موږله هغه ځايه په فعاليت بوخت د ترهګرو ټول جوړښتونه ور ويجاړ کړل.هلته پرته له کومه توپيره د ټولو سخت دريځو ډلو پرضد عمليات شوي دي.″

ښاغلي عزيز زياته کړه، چې له هغې خبرې څخه چې حقاني شبکه او افغان طالبان د افغانستان ستونزې دي، د ده مقصد دا وو چې افغانستان بايد له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي ځکه چې د سولې دا بهيرباید د افغانانو په مشري وي.

ښاغلي سرتاج عزيز وويل:

″زما د خبرو مطلب دا وو چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې وروسته، ټول سخت دريځي اړ شول چې زموږ د سرحد خوا ته را ټول شي، موږد هغو ټولو پرضد عمليات نه شو کولای بلکه يوازې مو د هغو پر وړاندې عمليات کول کومو چې موږ په نخښه کولو.اوسنی حکومت د ټولو وسله والو ډلو پرضد د ضرب عضب په نامه عمليات کوي.″

ښاغلي سرتاج عزيز وويل چې پاکستان به خپله ټوله وسه وکړي ترڅو د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره روغه جوړه وشي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان ته د ولسمشراشرف غني وروستی سفرد پاکستان او افغانستان د راتلونکو اړيکو په اړه څه څرکندوي، ښاغلي عزيز وويل، د پاکستان اوسنۍ بهرنۍ پاليسي ډېره مثبته ده او ولسمشرغني هم ډېرمثبت او روښانه دريځ لري چې وايي، موږبايد د يوبل د ملامتولو پرځای پر اعتماد او خپلمنځي ګټو ولاړې دوامداره اړيکې جوړې کړو.

ښاغلي سرتاج عزيز زياته کړه چې د نوازشرٍيف حکومت له ولسمشرغني سره هراړخيزې خبرې وکړې چې په کې اقتصادي، امنيتي او سياسي برخې شاملې وې.

XS
SM
MD
LG