د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو تګلاره څه نیمګړتیاوې لري؟


د بهرنیو چارو تګلاره یا خارجه پالیسي د یوه هېواد له بل هېواد سره د اړیکو تعین کوي. په پاکستان کې دا یو تاثر دی چې د هغه هېواد پر بهرنۍ تګلارې د امنیتي ادارو زیات اثر وي.

د بهرنیو چارو تګلاره یا خارجه پالیسي د یوه هېواد له بل هېواد سره د اړیکو تعین کوي. په پاکستان کې دا یو تاثر دی چې د هغه هېواد پر بهرنۍ تګلارې د امنیتي ادارو زیات اثر وي.

پوهان په ځانګړي ډول له افغانستان، هند او امریکا سره د اړیکو په اړه د پاکستان پر تګلارې انتقاد کوي.

د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو پوهان وايي، په پاکستان کې د سم جمهوري نظام نه عملي کېدل هم د هغه هېواد د بهرنیو چارو تګلارې ته تاوان رسوي.

په پاکستان کې د بهرنیو چارو تګلاره څوک جوړوي؟ د بهرنیو چارو تګلاره باید څنګه جوړه شي؟ د جمهوریت او خارجه پالیسۍ تر منځ څه تړاو دی؟ د کورنیو حالاتو او بهرنۍ تګلارې تر منځ څه تعلق وي؟ که په پاکستان کې ډیموکراسي په سمه توګه عملي شي نو د دې به پر بهرنۍ تګلارې څه اثر وي؟

له افغانستان، هند او امریکا سره د پاکستان په پالیسۍ کې څه ستونزې موجودې دي؟ د ازادې خارجه پالیسۍ جوړولو لپاره د پاکستاني واکمنانو په لار کې تر ټولو لوی خنډ څه دی؟ دا او نورې پوښتنې مو د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې څېړلې دي چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو تګلاره څه نیمګړتیاوې لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG