د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز، حنیف اتمر ته د خپلې وروستۍ مرکې سپیناوی وکړ


د پاکستان وزیراعظم د قامي سلامتیا سلاکار سرتاج عزیز یو ځل بیا ویلي دي چې له بي بي سي اردو سره د ده مرکه له سیاقه وتلې وه او دا چې ده د ترهګرۍ په اړه په تاریخي تناظر کې خبرې کړې وې.

د افغان ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، سرتاج عزیز تېره ورځ خپل افغان سیال حنیف اتمر ته ټیلي فون وکړ او د خپلې مرکې په اړه یې ورته سپیناوی وکړ.

بیان وايي، عزیز زیاته کړه چې د ده د هېواد اوسنی دریځ دا دی چې ((دوی ژمن دي چې بې له توپیره د ټولو ترهګرو پر ضد اقدامات وکړي.))

عزیز زیاته کړه چې وزیراعظم نواز شریف کلک هوډ کړی چې د خپل هېواد خاوره د افغانستان پر ضد استعمالېدو ته پرېنږدي.

بیان زیاتوي، اتمر خپل پاکستاني سیال ته وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو نوی باب پرانیستل شوی دی او دا چې د دواړو هېوادونو لپاره اړینه ده چې د سیمې د امنیت لپاره ټولې هڅې په کار راولي.

XS
SM
MD
LG