د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام آباد کې لويې قبايلي جرګې اعلاميه خپره کړه

نن (شنبه) په اسلام اباد کې له قبايلي سيمو څخه د بېکوره شوو کسانو په اړه روانې لویې قبایلي جرګې په خپله اعلامیه کې له حکومته غوښتنه کړې چې په قبایلي سیمو کې دې پوځی عملیات ژر تر ژره خپل منطقي انجام ته وروسول شي.

دا جرګه د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قامي وطن ګوند او جمیعت علماء اسلام له خوا د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې راغوښتل شوې وه.

جرګې ته تر وینا وروسته د دغه ګوندونو مشرانو د جرګې په اعلامیه کې له حکومته د قبایلي ولس په عزت سره خپلو کورونو ته د ستنولو، د خلکو د ځاني او مالي تاوانونو د پوره کولو، په قبایلي سیمو کې د صنعتي زون د جوړولو، د ایکشن ان ایډ آف سیول فاور ریګولیشن په نوم د قانون د ختمولو، د جرګې د نظام د پیاوړي کولو او په قبایلي سیمو کې د انجینيرنګ او طب د تعلیمي ادارو د پرانستلو غوښتنه کړېده.

جرګې ته د وینا پر وخت د جمیعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په قبایلي سیمو کې پر روانو پوځي عملیاتو نیوکې وکړې. نوموړي وويل دومره خو د وسله والو ټول شمېر نه دی څومره چې يې پوځ په عملیاتو کې د وژلو دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG