د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان: په جګړه کې ۴۱ وسله وال مړه او ژوبل شوي دي


فایل فوټو
فایل فوټو

د افغانستان په نورستان ولايت کې تيره شپه د امنيتي ځواکونو او وسلوالو ترمنيځ په نښتو کې نولس وسلوال وژل شوي دي.

د افغانستان په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي پوليسو مطبوعاتي مسوول ایدريس مومند نن مشال راډيو ته وويل :

((تيره شپه د نورستان په کامديش ولسوالۍ ، ګوردېش سيمه کې وسلوالو د ملي اردو او سرحدي پوليسو په پوستو ډله ييز بريدوکړ چې څلور ساعته پورې د ډزو تبادله روانه وه. ))

د ده په خبره په دي نښتو کې ۱۹ تنه وسله وال وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

ايدريس مومند وايي چې په دغه نښته کې د ملي اردو يو سرتيري وژل شوی او څلور تنه يې ټپیان شوي خو سرحدي پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادې پيښې په اړه وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بلخوا په خوست ښار کې نن په يوه چاودنه کې څلور کسان ژوبل شوي دي. د دې پيښي ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG