د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ځدراڼ حکومتي پاملرنه غواړي


په لویه پکتیا کې د ځدارڼو قوم مشران او ځوانان وايي، چې افغان حکومت د ځدراڼو د سیمې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

په لویه پکتیا کې د ځدارڼو قوم مشران او ځوانان وايي، چې افغان حکومت د ځدراڼو د سیمې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

دوی وايي، تر اوسه د ځدراڼو میشتو د یوولسو ولسوالیو د خلکو اساسي اړتیاوو لکه پوهنې، روغتیا، برښنا او بیا رغونې ته پوره پاملرنه نه ده شوې.

د ځدراڼو د قوم یو شمېر مشران او ځوانان، چې د جمعې پر ورځ په خوست کې په یوه قومي غونډه کې راټول شوي ول، د افغان حکومت نه په دې ګیله وکړه، چې د دوی علمي او اکاډمیکو کدرونو ته هم د حکومت په چوکاټ کې د کار کولو زمینه نه ده برابره شوې.

د ځدراڼو د قوم یو ځوان مشال راډیو ته وايي، چې که د دوی کدرونو ته په حکومت کې دکار کولو فرصت برابر شي، نو د حکومت او د دوی د پراخه قوم د وګړو اعتماد او اړیکې به د دوی تر منځ ډېر شي:

((لایق شاه ځدراڼ یم، نن مو چې کومه غونډه راغوښتې ده، یو هدف مو په خپلو کې یووالی دی، بل دا چې په دا تېرو ټاکنو کې ځدراڼو پراخه برخه واخېسته، نو اوس موږ د نوي رئیس جمهور نه جدي غوښتنه کوو، چې باید ځدراڼو قوم ته پاملرنه وشي، موږ د ماسټر او ډاکټر په کچه ځدراڼو کې تحصیل یافته ځوانان لرو، هغو ته باید د نوي حکومت په جوړښت کې ځای ورکړي، تر څو په حکومت د قوم باور او اعتماد جوړ شي.))

د ځدراڼو د سیمې اوسیدونکی او مدني فعال اسلم قانوني وايي، چې د لویې پکتیا یوولسو ولسوالیو اوسیدونکي د پوهنې، روغتیا، برېښنا او بیارغونې په برخه کې پریمانه ستونزې لري، خو مرکزي حکومت ورته لکه چې ښايي توجه نه ده کړې.

د بصیر بینا په نوم یو تن ځدراڼ ځوان وايي، چې د دوی د قوم څخه تل سیاستوالو په هر ډګر کې قرباني غوښتې ده، خو د یوولسو ولسوالیو لرونکی دا قوم په حکومت کې وزیر خو پرېږده، چې یو وکیل هم نه لري.

بصیر بیا په دې ګیله کوي، چې اصلاً د ځدراڼو د سیمې د خلکو د ژوند د ښه کولو له پاره تر اوسه حکومت له سره طرحه نه لري.

د نظر خاوند پاچا خوستی د ځوانانو په وړیتاوو او ژمنتیاوو باورمند دی، هغه وايي که حکومت ځوانانو ته په مدیریتي چارو کې د کار زمینه برابره کړي، نو تر هر چا ښه دا کار ترسره کولای شي:

((له ښه مرغه په دا دیارلسو کالونو کې ځوانان روشنفکره شوي دي، زده کړې يې کړي دي، خصوصاً په خوست کې دې علمي او اکاډمیکو موسسو او ادارو ځوانان روزلي دي، له دې سربیره د خوست شیخ زاید پوهنتون په خپله کدرونه لري، دوی کولای شي د حکومت په چارو کې ښې لاسته راوړنې ولري او خپل استعدادونه ښکاره کړي.))

یاده دې وي، چې د لويې پکتیا په دریو ولایتونو خوست، پکتیا او پکتیکا کې د یوولسو ولسوالیو اوسیدنکي ځدراڼ دي، چې په غرنیو سیمو کې اوسیږي، دوی د حکومتوالي، پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخو کې د ډېریو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG