د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا : د وسله والو برید کې اوو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړیدلې


فایل فوټو
فایل فوټو

د خیبر ایجنسۍ چارواکي وايي د یکشنبې په ماسپښین په تیرا میدان کې د حکومتي ځواکونو پر یوې پوستې وسله والو برید کړی چې په پایله کې يې درې امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د خیبر ایجنسۍ چارواکي داهم وايي چې په ځوابي برید کې ګڼ شمیر وسله وال هم وژل شوي او ژوبل شوي، خو وسله والو په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

په خیبر ایجنسۍ کې د لشکر اسلام ډلې ترڅنګ یو شمیر نورې وسله والې ډلې او تحریک طالبان پاکستان هم فعالیت کوي، خو حکومتي چارواکو نه دي ویلي چې برید د کومې ډلې لخوا ترسره شوی دی.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي د برید پړه هم کومې وسله والې ډلې قبوله کړې نه ده.

یاده دې وي چې تیرا میدان سیمه د وسلوالو نه پاکه کړې شوې ده او ټول بې کوره شوي خلک ورته بیرته ستانه شوي دي،او اوس د پاکستاني پوځ تر واک لاندې ده.

XS
SM
MD
LG