د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د عوامې نېشنل ګوند ۸۵۰ غړي وژل شوي دي'


میا افتخار حسین
میا افتخار حسین

میا افتخار حسین وویل په کراچۍ کې له دوه کلن ځنډ وروسته اوس د دوی ګوند یو ځل بیا خپلې سیاسي هلې ځلې پیل کړې دي او په هره بیه به یې جاري ساتي.

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي عمومي سیکرېټري میا افتخار حسېن وايي، په تېرو شپږو کلنو کې یې د ګوند نزدې ۸۵۰ غړي او مشران په پښتونخوا، کراچۍ او نورو سیمو کې وژل شوي دي.

د ګل پر ورځ په کراچۍ کې له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه نور د خپلو کسانو په وژنه غلي نشي پاته کیدلی، او که په کراچۍ، پښتونخوا یا نورو سیمو کې یې پر یوه مشر یا غړي برید وشي، نو پر ضد به یې احتجاجونه کوي او سړکونو ته به راوځي.

نوموړی زیاتوي، مرکزي او صوبایي حکومتونه او امنیتي ادارې باید په عوامي نېشنل ګوند د ترسره کیدونکو بریدونه مخه ونیسي، ځکه چې که نن دوی په نښه کیږي، نو ښایي سبا د یو بل ګوند وار راشي.

«موږ د مسلو حل غواړو، په دې ستونزه کې موږ نوره پېچلتیا نه غواړو، دې قوتونو موږ په انتخاباتو کې په ټګۍ سره له پارلیمانه واېستلو، خو د دې حملو له لارې هغوی موږ له سیاسته نشي اېستلی. موږ به خپلې هلې ځلې جاري ساتو»

هغه وویل، له خېبر پښتونخوا صوبې وروسته په کراچۍ کې تر ټولو زیات د دوی ګوندي غړي او مشران نښه شوي دي، او دا لړۍ لا هم روانه ده.د دې ترڅنګ نن هم په کراچۍ کې په فرقه ایزو او نورو نښتو کې پښتانه وژل کېږي او له دې ښکاري چې په کراچۍ کې د بدامنۍ تر شا د ځینو قوتونو ګټې پټې دي.

میا افتخار حسېنوايي، کراچۍ یو قبایلي سیمه نه ده، دا د پاکستان اقتصادي ښار دی، دلته نور سیاسي ګوندونه لویې لویې جلسې کوي، خو د عوامي نېشنل ګوند غړي که د خپل ګوند یو بیرغ هم لګوي نو ډزې پرې کېږي. هغه وویل که څه هم د دوی په زیاتره ملګرو د ترسره شویو حملو پړې وسله وال طالبان مني، خو دوی دا ګڼي چې د دې تر شا نور قوتونه لاس لري.

«دا ضروري نه ده ، چې دغه عناصر چې پر موږ د حملو زمه وارۍ مني، دا کار دې یې کړی وي، موږ دا ګڼو چې د دې تر شا نور هغه قوتونه پټ دي، چې د باچاخان د عدم تشدد له تګلارې ویره لري. وخت به پخپله ثابته کړي چې دغه قوتونه څوک دي»

میا افتخار حسین وویل په خېبر پښتونخوا کې د دوی د واکمنۍ پر مهال هغوی په سوات کې عملیات کړي ول، خو د عملیاتو ترپیلېدو مخکې دوی له خپلو مخالیفونو سره خبرې اترې کړې وې.

«موږ د خپل حکومت پر مهال دغه عملیات کړي ول، موږ په دې پښېمانه نه یو، هغه دا چې یو خو موږ له دغو وسله والو سره خبرې کړې وې او د هغوی ټولې غوښتنې مو منلې وې بیا هم هغوی سرغړونه کړې وله، بل دا چې دغو وسله والو په ملاکنډ کې زموږ حکومتداري ننګولې وه، او د هغوی پر ضد کاروایي کول د حکومت ذمه واري وه او پر دغه عمل پښمانه نه یو»

میا افتخار حسین وویل په کراچۍ کې له دوه کلن ځنډ وروسته اوس د دوی ګوند یو ځل بیا خپلې سیاسي هلې ځلې پیل کړې دي او په هره بیه به یې جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG