د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د سیندي ملتپالو وژلو پر ضد لاریون


کراچۍ: د سیندي ملتپالو وژلو پر ضد لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00

کراچۍ: د سیندي ملتپالو وژلو پر ضد لاریون

د نهې په مازیګر په ترسره شوې دغې مظاهره کې ګډونوالو په لاسونو کې د ورک کړل شویو او وژل شویو کسانو تصویرونه نیولي ول. دوی د ورک کړل شوو وژلو خلکو د مړو موندنې پر ضد نارې وهلې.

د ډیسېمبر میاشتې پر لسمه نېټه د بشري حقونو نړۍوالې ورځې د لمانځلو په لړ کې په کراچۍ کې د بشري حقونو استازو ډلو او سیندي ملتپالو په پاکستان کې له بشري حقونو د سرغړونې پر ضد د دغه ښار له پریس کلبه د سیند اسمبلۍ تر ودانۍ لاریون وکړ.

مظاهرې ته په وینا کې د پاکستان لپاره د انساني حقونو کمیشن (ایچ ار سي پي) مرستیال مشر اسد اقبال بټ وویل په بلوچستان کې د خلکو تښتول او بیا د هغوی مړو د موندنې په عمل ولس احتجاجونه کړي اولاریونونه یې کړي دي خو هغه عناصر چې دا کړنې ترسره کوي، هغوی بیا هم پرله پسې د انساني حقونو پر ضد کړنې کوي.

«په بلوچستان کې لګیدلی اور نن د سیند صوبې کلیو ته راورسیدلو، که دغه خلک چې مړي یې موندل کېږي که پر دوی یو مقدمه وي او یوداسې کار یې کړی وي چې پر هغه دغه عناصر خپه وي نو په دې ملک کې عدالتونه شته دی، باید دوی دغه خلک عدالتونو ته وړاندې کړي، او په داسې بې دردۍ یې ونه وژني»

نوموړي زیاته کړه له کله چې د ورک کړل شوو بلوڅانو لپاره د سیند په کلیو کې ماما قدیر بلوڅ لاریون کړی و او سیندیانو یې هرکلی وکړ له هغه راهیسې په سیند کې هم د خلکو د ورکېدنې او بیا یې د مړو موندنې لړۍ پیل شوې ده.

مظاهره چیانو د کراچۍ له پریس کلبه د سیند اسمبلۍ تر ودانۍ لاریون وکړو.

مظاهرې ته په وینا کې د سیندي ملتپالي غورځنګ»جی سیند« یوې مشرې هم وینا وکړه، نوموړې وویل د سیندي ځوانانو د مړو غورځول سیندي ملتپالي ځپل دي.

«هغه ځلمي چې مړي یې موندل شوي دي، دا زده کونکي ول، په هغوی کې مزدوران هم ول، هغوی سیاسي کارکنان ول، د هغوی وژنه موږ ته دا پیغام راکوي چې، دا عناصر د بنګله دېش په څېر حالات پیدا کول غواړي. دوی د بنګله دېش په څېر کانې دلته هم شورو کړي دي. موږته خو یا زموږ تريتم کړل شوي ځوانان راکړئ او یا هغوی عدالتونو ته وړاندې کړئ، دا حق هېچا ته نشته چې عدالت ته تر وړاندې کولو پرته هغوی ووژني او مړي یې وغورځول شي«

یاده دې وي تېره اوونۍ د کراچۍ له سپرهای وې او نورو سیمو څخه د شپږ کسانو مړي موندل شوي ول. تر دې مخکې هم د کراچۍ له موچکو څخه ددوه کسانو خراب شوي مړي موندل شوي ول. د دغو اته واړو مړو پیژندګلوي د سیندي ملت پاله ګوند جی سیند قومي محاذ د کارکنانو په توګه شوې وه. سیندي ملتپال د دغو کسانو د وژنې او تښتونې تورونه پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي، خو دغو ادارو تل دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG